سیمه ییز خبرونه
مولانان فضل الرحمان: د افغانستان د سولې له پروسې سره همکاري کوم
د پاكستان د جمعيت علماى پاكستان مشر مولانا فضل الرحمان د سولې عالي شورا ته ژمنه وركړې، چې په افغانستان او پاكستان كې به د تاوتريخوالي د پاى ته رسولو په لار کې هڅه وكړي.
د پاكستان يو مذهبي مشر مولانا فضل الرحمان، چې پر طالبانو د پام وړ نفوذ لري، كابل ته د خپل سفر پر مهال ژمنه كړې، چې د افغانستان د سولې له پروسې سره به همكاري كوي.
هغه د سولې عالي شورا ته ويلي، په افغانستان او پاكستان كې به د تاوتريخوالي د پاى ته رسولو لپاره وروستۍ هڅې وكړي.
مولانا د سولې د عالي شورا له غړو سره په خبرو كې د دې بهير پر وړاندې پراته خنډونه هم په ګوته كړي او له افغان او پاكستاني چارواكو يي غوښتي، چې په دې برخه كې ګډې هلې ځلې وكړي.
د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد، د فضل الرحمان له دې څرګندونو هركلى وكړ، او له هغه يي وغوښتل، چې د سولې په لار كې نور اقدامات هم تر سره كړي.
د سولې عالي شورا كابل ته د پاكستان د دغه مذهبي مشر د سفر پايلو ته هيله من ښكاري.
مولانا فضل الرحمان په داسې حال كې كابل ته راغى، چې څو ساعته وروسته د امريكا د بهرنيو چارو وزير هم كابل ته را ورسېد.
سياسي كارپوه اجمل بلوچ زاده باوري دی، چې د مولانا فضل الرحمان سفر د كابل او واشنګټن تر منځ د امنيتي هوكړه ليك دلاسليك او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا د يوه بل كال لپاره په افغانستان كې د ناټو د ماموريت د غځولو له اقدام څخه د پاكستان د اندېښنو ښودونكى دى او د مولانا سفر له همدې مسايلو سره تړاو لري.
له هغه ځايه، چې مولانا فضل الرحمان ته له تروريزم او طالبانو څخه د ملاتړي كس په سترګه كتل كېږي، كارپوهان د سولې پر پروسې د نوموړي پر مثبت اغېز هم شك لري.
د مولانا فضل الرحمان د سفر پايلو ته كه څه هم د سولې عالي شورا هيله منه ده، خو ځينې كارپوهان يي مثبتو اړخونو ته د شك په سترګه ګوري، په راتلونكې كې به معلومه شي، چې دا سفر د سولې د پروسې د آسانتيا لپاره څومره ګټور و، او آيا دى به وكړاى شي، طالبان له افغان حكومت سره د سولې خبرو ته را مات كړي؟