تازه خبرونه

مولانا فضل الرحمن افغانستان ته د سفر بلنه ترلاسه کړه

Published

on

د پاکستان جمعیت علمای اسلام په ډاګه کړې، چې د دغه ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ته اسلامي امارت افغانستان ته د سفر بلنه ورکړ شوې ده.

دغه ګوند د شنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت مشر سردار احمد شکېب د مولانا فضل الرحمن کور ته ورغلی او د افغان حکومت د بلنې پیغام یې ورکړی دی.

د یاد ګوند د خبرپاڼې له مخې؛ دواړو لورو د افغانستان او پاکستان پر اړیکو خبرې کړي او ټینګار کوي، چې د پاکستان او افغانستان ښې اړیکې به په سیمه کې امنیت ډاډمن کړي.

Trending

Exit mobile version