سیمه ییز خبرونه
مولانا فضل الرحمن د پاکستان د ټاکنو پایلې رد کړې
د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر د سلواغې د نولسمې په پارلماني ټاکنو کې له ماتې وروسته ویلي، چې ګوند یې؛ ځکه ټاکنې بایللې، چې له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو پیاوړتیا او د اسلامي امارت د ثبات غوښتونکی و.
هغه ويلي، چې د پاکستان د ټاکنو پايلې نه مني او له همدې کبله د ټاکنو د پايلو پر ضد به لاريون ترسره کړي.
په دې ټاکنو کې د جمعيت علما اسلام ګوند يوازې څلور څوکۍ وګټلې.
مولانا فضل الرحمن د چارشنبې پر ورځ (د سلواغې پېنځهویشتمه) په اسلامآباد کې یوه خبري کنفرانس ته د وینا پر مهال ویلي؛ د ده د ګوند ټاکنیزه ماته د هغې درغلۍ پایله وه، چې د ” اسلام ضد نړیوالو قدرتونو” ورته سپارښتنه کړې وه.
نوموړي پر امريکا او اسرائيلو تور ولګاوه، چې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د اړيکو د ښه کولو له هڅو سره مخالف دي او د ده د بريا مخه یې ونيوله.
فضل الرحمان وایي: زمونږ جرم دا دی، چې مونږ په افغانستان کې د اسلامي امارت د ثبات او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سولهییزو اړیکو لپاره هڅې وکړې او جمعیت علمای اسلام د اسرائیلو د دولتي ترهګرۍ پر وړاندې د حماس له دریځه ملاتړ کړی دی.
د دېره اسماعیل خان له حوزې څخه پارلماني ټاکنو ته نوماند مولانا فضل الرحمان د تحریک انصاف ګوند سره تعلق لرونکي آزاد امیدوار علي امین خان ګنډاپوري څخه ماتې وخوړه.
فضل الرحمن په خپل خبري کنفرانس کې دا ادعا هم کړې، چې د فبرورۍ د اتمې په ټاکنو کې له بریالیو او ناکامو نوماندانو څخه رشوتونه اخیستل شوي دي.
هغه د پاکستان د ټاکنو کمیسیون پر فساد تورن کړ او ادعا یې کړې، چې په پېښور کې یو افغان وګړي هم د پاکستان پارلماني ټاکنې وګټلې.