سیمه ییز خبرونه
مولانا فضل الرحمن: زمونږ ګوند د كابل او واشنګټن سره د طالبانو د خبرو ملاتړ كوي
د پاكستان د جمعيت علما اسلام رهبر مولانا فضل الرحمن، چې په دې وروستيو كې يې افغانستان ته سفر كړى و، په اسلام اباد كې يې خبريالانو ته ويلي، چې كابل ته د سفر په ترڅ كې يې د سولې په تړاو داسې پرمختګ ته زمينه برابره كړې، چې كابل او اسلام آباد په ديپلوماتيكو هڅو كې نه وه برابره كړې.
هغه وويل، چې د افغانستان د ستونزې حل د ښكېلو خواوو خبرو اترو ته اړتيا لري.
مولانان فضل الرحمن ووېل، زمونږ ګوند د كابل او واشنګټن سره د طالبانو د خبرو ملاتړ كوي. طالبان، چې په افغانستان كې ښكېله ډله ده، په كار ده، چې په ټولو غونډو كې برخه ور كړل شي او د هغوى توافق تر لاسه شي.
د هغه په وېنا پاكستان له اتيايمې لسيزې راهيسې په افغانستان كې هغه ځاى ته نه دى رسېدلى، چې تمه يې درلوده، خو هند له دوه زره دويم كال را پدېخوا په افغانستان كې فعال رول لوبوي.
دغه راز مولانا فضل الرحمن ويلي، چې افغان ولسمشر حامد كرزي ور سره ژمنه كړې، چې ټول پاكستاني زندانيان به خوشې كوي.