سیمه ییز خبرونه

مولانا فضل الرحمن له یوه وسلوال بریده ژوندی ووت

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۲, ۱۴۰۲)

پاکستانيو رسنیو څرګنده کړې، چې د خیبر پښتونخوا ایالت په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن د موټرو پر کاروان برید شوی دی.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د جمعیت علمای اسلام ګوند د چارواکو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې وسلوالو بریدګرو د نوموړي د موټرو پر کاروان له دواړو خواوو ډزې وکړې او له بریده ژوندی ووت.

د یادې ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ په دې برید کې هیچا ته زیان نه‌دی اوښتی.

دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې مولانا فضل الرحمن د ټاکنیز کمپاین پر مهال له دیره اسماعیل خان څخه د تېرېدو په حال کې و.

دا په داسې حال کې ده، چې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د پاکستان د دیني عالمانو یو پلاوی به ډېر ژر کابل ته راشي.

Trending

Exit mobile version