تازه خبرونه
مولوي عبدالکبیر د ایران د نوي ولسمشر د لوړې لپاره تهران ته ولاړ
د ایراني خبري سرچینو د څرګندونو له مخې؛ سبا سې شنبه د زمري نهمه / د جولای دېرشمه د تهران پر وخت د مازیګر ٤ بجې د ایران نوی ولسمشر مسعود پزشکیان د ولسمشرۍ لوړه کوي.
د ریاست الوزراء د دفتر سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر د ایران اسلامی جمهوریت پر بلنه د یو لوړپوړي پلاوي پر مشرۍ ایران هېواد ته درې ورځنی سفر وکړ.
د ریاست الوزراء له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر به د ایران اسلامي جمهوریت د نوي غوره شوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.
دغه راز نوموړی به په دې درې ورځني سفر کې د دغه هېواد له یو شمېر چارواکو سره هم لیده کاته ولري.
همدا راز به په دې سفر کې د افغانستان اسلامي امارت او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا، په هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د حل او د همکاریو د پراخولو په اړه خبرې وشي.
مولوي عبدالکبیر او ور سره مل پلاوی به په دې سفر کې د يو شمېر هېوادونو له استازو او چارواکو سره هم وګوري.
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنهيي د یکشنبې پر ورځ په رسمي توګه د ولسمشر په توګه د پزشکیان ملاتړ وکړ.
نوموړي د تائید په مراسمو کې له پزشکیان څخه وغوښتل، چې ګاونډ، افریقایي او آسیایي هېوادونو او همدارنګه هغو هېوادونو ته لومړیتوب ورکړي، چې د تهران د بهرنیو اړیکو په سیاستونو کې د ایران “ملاتړ او مرسته” کوي.
د فرانسې خبري سرچینې راپور ورکوي؛ خامنهیي پر اروپايي هېوادونو نیوکه وکړه، چې د بندیزونو پر لګولو، د تېلو د بندیز او د بشري حقونو د سرغړونو د ادعاوو له کولو سره ” له مونږ سره بد چلند کوي”.
هغه همدا راز په غزه کې د ماشومانو، ښځو او په روغتون کې د بستر شویو خلکو د وژلو په اړه د اسرائیلو هغه کړنې هم وغندلې، چې د اسرائیلي ځواکونو پر وړاندې یې “یوه مرمۍ هم ونه ویشتله”.
خامنه يي ویلي، صهیونیسټ رژیم د یوه جنګي مجرم په توګه خپله تر ټولو بده څېره په ډاګه کوي او پر اسرائیلو یې تور ولګاوه، چې په وژنو او ظلمونو کې یې نوی ریکارډ جوړ کړی دی.
هغه د امریکا کانګرس هم وغندلو، چې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته یې د مقننه ځواک غونډې ته د وینا کولو اجازه ورکړه.
د ایراني خبري سرچینو د څرګندونو له مخې؛ سبا سې شنبه د زمري نهمه / د جولای دېرشمه د تهران پر وخت د مازیګر ٤ بجې د ایران نوی ولسمشر مسعود پزشکیان د ولسمشرۍ لوړه کوي.
ویل کیږي، چې د ولسمشرۍ په دې مراسمو کې له د افغان پلاوي په ګډون له ٧٠ د ډېرو هېوادونو چارواکي او استازي ګډون کوي او دغه راز ٦٠٠ خبریالان به دغو مراسو ته خبري پوښښ ولري.
