تازه خبرونه

مولوي عبدالکبیر د ملي اقتصاد پر پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ

د ریاست الوزرا سياسي مرستيال په پکتيکا ولايت کې د يوې مدرسې د فراغت په مراسمو کې ويلي، چې اوس د مدرسو او پوهنتونونو فضا پوره خوندي ده او په کې د ناسمو افکارو د خپرېدو مخه نیول شوې ده.

Published

on

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، لکه څنګه، چې اسلامي امارت له فساد او نورو ستونزو سره په مبارزه کې بریالی شوی د فقر د کمولو لپاره یې هم هڅې پیل کړي او په راتلونکو کلونو کې به د افغانستان ملي اقتصاد پیاوړی شي.

د ریاست الوزرا سياسي مرستيال په پکتيکا ولايت کې د يوې مدرسې د فراغت په مراسمو کې ويلي، چې اوس د مدرسو او پوهنتونونو فضا پوره خوندي ده او په کې د ناسمو افکارو د خپرېدو مخه نیول شوې ده.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې په هېواد کې وسلوال مخالفان له منځه تللي او اسلامي امارت د تېر حکومت په څېر وخت نه ضایع کوي، بلکې د هېواد پرمختګ ته جدي پاملرنه کوي، په ځانګړي توګه په لرې پرتو ولایتونو کې، چې پرمختیايي پروژې په کې کمې پلي شوې دي.

نوموړی اقتصادي او امنیتي مسایلو ته هم نغوته کوي او وایي، چې په راتلونکیو کلونو کې به د هېواد ملي اقتصاد پیاوړی شي.

دغه راز مولوي عبدالکبیر د پکتیکا ولایت له سیمه‌ییزو چارواکو سره د کتنې پر مهال ویلي، چې دوی د هېواد د ټولو سیمو د پرمختګ لپاره له تبعیض پرته کار کوي.

سیاسي شنونکي ویس ناصري ویلي؛ اسلامي امارت د سیاسي او اقتصادي پرمختګ لپاره یوه جامع او متوازن پروګرام ته اړتیا لري، چې د داخلي اړتیاوو او له نړیوالو سره د تعامل پر بنسټ ولاړ وي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، چې اسلامي امارت د پخوا پر پرتله پیاوړی شوی او دا مهال له ګڼو هېوادونو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې لري.

Trending

Exit mobile version