تازه خبرونه

مولوي عبدالکبیر له سراج الدین حقاني څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، چې مولوي عبدالکبیري او سراج الدین حقاني په هېواد کې د وروستیو بدلونونو او د کډوالو د راستنېدو لپاره یې پر چمتووالي خبرې وکړې.

Published

on

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) د کورنیو چارو وزارت له چارسمبالي سره وکتل او له پاکستان څخه د راستنېدونکو ستونزو د حل لپاره یې د امنیتي ادارو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، چې مولوي عبدالکبیري او سراج الدین حقاني په هېواد کې د وروستیو بدلونونو او د کډوالو د راستنېدو لپاره یې پر چمتووالي خبرې وکړې.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ناستې په بهیر کې د کورنیو چارو وزارت له چارسمبالي حقاني څخه وغوښتل شول، چې د راستنېدونکو کډوالو د بېرته راستنیدو او ځای پر ځای کولو په بهیر کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

په دې ناسته کې یو شمېر نورو امنیتي او دفاعي چارواکو هم ګډون کړی و.

د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ “د ناستې په بهیر کې د هېواد د وروستیو بدلونونو او د راستنېدونکو کډوالو د سمبالولو لپاره د چمتووالي په اړه بحث وشو. “

مولوي عبدالکبیر ویلي، چې “د راستنېدونکو کډوالو لپاره په ټولو ولایتونو او بندرونو کې چمتووالی نیول شوی دی. هغه پر خلکو، پانګوالو او امنیتي ادارو غږ وکړ، چې له راستنېدونکو افغانانو سره د امکان ترحده مرسته وکړي.”

دا اعلان په داسې حال کې کیږي، چې پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو دوه‌یم پړاو پیل کړی دی. په تېره اوونۍ کې یې زرګونه افغانان له جبري ایستلي دي.

له بلې خوا کارپوهان د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل لپاره د حکومتي ادارو ترمنځ همغږي رامنځته کول اړینه ګڼي.

د راپورونو له مخې، په تېره اوونۍ کې له ۴۴ زره څخه ډېر افغان کډوال له پاکستان څخه جبري ایستل شوي دي. له دې مخکې، د ریاست الوزراء اداري مرستیال او د کډوالو کمیسیون مشر عبدالصلاح حنفي هم د تورخم بندر څخه لیدنه کړې او له افغانانو، عالمانو او د پاکستان له خلکو یې وغوښتل، چې د افغان کډوالو پر وړاندې “بې عدالتي” ودروي.

Trending

Exit mobile version