تازه خبرونه

مولوي عبدالکبیر له کابل والي سره پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې

Published

on

د چارشنبې پر ورځ د درییس الوزرا سیاسي مرستيال مولوي عبدالکبير له کابل والي شيخ محمدقاسم سره په لیدنه کې ویلي، چې د امن چاپېريال رامنځته کول د دولت او خلکو ګډ مسووليت دى.

شیخ محمد قاسمي هم د کابل پر امنيتي، ټولنيز او اقتصادي وضعيت رڼا واچوله او په ډاګه یې کړه، چې د دغه ولايت امنيتي وضعيت ښه شوى دى.

نوموړي دا هم ویلي، چې اداري او امنیتي مسوولین چارې همغږې ترسره کوي او خلک د اسلامي امارت له مسوولینو راضي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د امنيت د ټينګښت لپاره کابل والي ته ځينې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

Trending

Exit mobile version