تازه خبرونه

مولوي متقي اسماعیل خان او احمد مسعود راستنېدو ته وهڅول

Published

on

د ا.ا بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیرخان متقي په مشرۍ پلاوي ایران ته په سفر کې د تېر حکومت ګوندي استازیو محمد اسماعیل خان او احمد مسعود سره ولیدل او هغو ته یې هېواد ته د راستنېدو پوره ډاډ څرګند کړ.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي ایران ته د خپل سفر پر وخت په تهران کې له احمد مسعود او محمد اسماعیل خان سره لیدلي. که څه هم دا نده څرګنده، چې په دې ناسته کې پر څه خبرې شوي؛ خو د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي؛ دوی ته یې ډاډ ورکړی، چې افغانستان ته راستانه شي او پر وړاندې به یې هیڅ کوم ګواښ هم نه وي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني تائید کړې، چې اسماعیل خان او احمد مسعود د اسلامي امارت له پلاوي سره په تهران کې لیدلي دي.

د سمنګاني د څرګندونو له مخې، په دې ناسته کې اسلامي امارت دوی ته ډاډ ورکړ، چې له کومې اندېښنې پرته دې خپل هېواد  ته راستانه شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې د هېواد راتلونکی د ټولو لپاره خوندي او د هیچا د مخالفت سبب نه وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له احمد مسعود او اسماعیل خان سره د اسلامي امارت د پلاوي لیدنه اړینه نومولې او څرګندوي، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې د دغه هېواد د اجنډا په سر کې دي.

له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت له پلاوي سره په کتنه کې بشري ناورین ته نغوته کړې او څرګندوي، چې امریکا باید د افغانستان د اسعارو زیرمې آزادې کړي.

د اسلامي امارت او ایراني چارواکو پلاويو د ډیپلوماټیکو اړیکو پر ښه والي او د ګډو سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.

دا لومړی ځل دی، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته یو رسمي دولتي پلاوی ایران ته سفر کوي او له ایراني چارواکو سره د هلمند سیند په اوبو کې د ایران پر برخه هم خبرې کیږي او ټاکل شوې، چې د دواړو خواوو تخنیکي پلاوي ډېر ژر په دې اړه سره خانګړې خبرې وکړي.

Trending

Exit mobile version