تازه خبرونه
مولوي متقي د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړي پلاوي د شنبې پر ماښام ناوخته د قطر هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، امنیت، پوهنې، د افغانستان پر بشري وضعیت او د دوه اړخیزو ګټو پر مسایلو خبرې وکړې.
د افغانستان اسلامي امارت پلاوي ویلي، چې په افغانستان کې امنیت ښه شوی او د ښې حکومتولۍ او پوهنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
دوی همدارنګه د قطر له دولت څخه د بشري مرستو له کبله مننه وکړه او د همکاریو د دوام غوښتنه یې وکړه.
امیرخان متقي په دوحه کې د افغانستان سفارت ته ولاړ او د سفارت له کارکوونکیو سره یې ګډه ناسته وکړه.
د بلخي د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې متقي، د پوهنې وزير شيخ نورالله منير او د افغانستان سفارت چارسمبالي ملکزي ويناوې وکړې او د افغانستان سفارت کارکوونکي يې وهڅول، چې لا ډېر کار وکړي.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت د استازیو د شنبې بحثونه له امریکایي پلاوي سره له خبرو مخکې ترسره کیږي، چې د قطر پر کوربتوب ترسره کیږي.