تازه خبرونه
مولوي متقي د یوه پلاوي پر مشرۍ قطر ته سفر وکړ
د بهرنيو چارو وزارت چارسمبالی مولوي اميرخان متقي د يوه لوړپوړي پلاوي پر مشرۍ قطر ته سفر وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت ويلي؛ د اسلامي امارت لوړ پوړی پلاوی به د خلیجي هېوادونو له استازیو، اروپايي ټولنې، د دیني عالمانو له اتحادیې او د هغو ډیپلوماټیکو ماموریتونو له استازیو سره، چې د کابل پر ځای په قطر کې فعالیت کوي؛ پر مهمو مسایلو خبرې وکړي.
د مولوي متقي پر مشرۍ د پلاوي سفر د امریکا د ولسمشر جوبايډن له هغه فرمان دوه ورځې وروسته تر سره کیږي، چې له مخې یې د امريکا په بانکونو کې د افغانستان بانک د کنګل شویو اووه ميليارډ ډالرو د لګولو اجرائيوي سپارښتنه شوې ده.