تازه خبرونه

مولوي متقي له اسلامي هېوادونو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۹, ۱۴۰۰)

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي نن په اسلام آباد کې د اسلامي همکاریو ټولنې په ۱۷ځانګړې غونډه کې د وینا پر مهال له اسلامي هېوادونو څخه د سیاسي او اقتصادي همکاریو غوښتنه وکړه.

په دې کتنه کې د افغانستان پر سیاسي وضعیت په ځانګړي توګه پر اقتصادي او بشري هڅو خبرې وشوې.

مولوي متقي ویلي، د افغانستان سیاسي او اقتصادي انزوا د هیچا په ګټه نده.

هغه زیاته کړې: مونږ د یوې کورنۍ د غړیو په توګه د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو ټولو غوښتنو، اندېښنو او وړاندیزونو ته، چې له رامنځته شوي اقتصادي ناورین څخه د وتلو عادلانه لار په ګوته کوي، اورېدو او منلو ته چمتو یو. مونږ په دې برخه کې د اسلامي هېوادونو له خواخوږۍ مننه کوو او د افغانستان د خلکو د استازي او مسوول حکومت په توګه د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او په حکومتي بېلابېلو برخو کې د وړتیا لرونکیو شخصیتونو د ونډې تامینول خپله دنده ګڼو او مونږ په دې برخه کې ډېر څه کړي هم دي.

نوموړي زیاته کړې؛ مونږ د اسلامي همکاریو ټولنې پر غړیو، چې د خپلو سفارتونو د بیا پرانستلو بهیر یې ځنډولی غږ کوو، چې په کابل کې خپل دفترونه بېرته پرانیزي او مونږ به یې د دوستو هېوادونو په توګه هرکلی وکړو.

مولوي متقي وایي: په دې وروستیو کې د اسلامي امارت رهبرۍ د ښځو د حقونو په اړه خورا اغېزمن فرمان صادر کړی، چې د دوی د حقونو په تطبیق کې به ډېر اغېزمن شي. په خواشینۍ سره باید ووایو، چې اوس هم مونږ د ځینو رسنیو لخوا د یو اړخیزې تبلیغاتي جګړې هدف یو او د افغانستان اوسنی انځور نړۍ ته په خورا بد ډول وړاندې کوي.

د روان کال د زمري د ۲۴ \ د اګست د ۱۵ له بدلون راپدیخوا په افغانستان کې عامه سوله ده او هیڅوک د سیاسي یا نورو دلایلو له کبله ګواښل شوي ندي.

نوموړي دا هم ويلي، چې په لنډه موده کې به ټولې دولتي ادارې فعالې او خدمات به چټک وړاندې شي.

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير د خپلو خبرو په بهیر کې په ډاګه کړې، چې: د پخواني حکومت پېنځه سوه زره مامورينو د تېر وخت په شان په بېلابېلو برخو کې خپلې دندې روانې ساتلي او له هيچا سره هيڅ ډول تبعيض او یا پرې تعرض ندى شوى. په اوسني حکومت کې مذهبونه موجود دي؛ مونږ ژمن یو، چې د ټولو توکمونو او مذهبونو مسلکي کسانو ته د کار غوره فرصتونه برابر کړو.

مولوي امیر خان متقي همدارنګه د فساد، استبداد، غصب او د افغانستان له ملي شتمنیو څخه د ناوړه استفادې د له منځه وړلو په اړه وویل: له لسیزو راپدیخوا د لومړي ځل لپاره افغانستان یو خپلواک دولت لري. نوی حکومت، چې پر ټول هېواد بشپړ حاکمیت لري؛ د هېواد ټوله جغرافیه او ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت یې تامین کړی او د نړۍ هیڅ هېواد ته ګواښ هم ندی. مونږ ټولې نړۍ او په ځانګړي توګه اسلامي نړۍ ته ډاډ ورکوو، چې د افغانستان خاوره به د چا پر ضد نه کارول کېږي او د نشه يي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې به په ګډه کار کوو.

هغه ويلي؛ په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې لپاره ډېر فرصتونه شتون لري.

متقي هیله څرګنده کړه، چې د سیمه ییزو پروژو کار به ډېر ژر پیل شي او د پیل شویو پروژو نیمايي به د نړیوالې ټولنې په مرسته بشپړې شي.

دی وایي: د بهرنۍ پانګونې لپاره ډېر فرصتونه شته؛ مونږ له نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه له اسلامي هېوادونو څخه غواړو، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او لازمې آسانتیاوې به ورته برابرې هم شي. د ډاډمن امنیت په پایله کې افغانستان اوس کولی شي خپل اقتصادي مرکزیت خوندي او خپله ونډه په کې روښانه کړي. په داسې حال کې، چې زمونږ ولس د جګړې، وچکالۍ، ناروغیو او بېوزلۍ سره مخ دی، زمونږ د خلکو په میلیارډونو ډالر بانکي زېرمې کنګل شوي؛ د پیسو نړیوال صندوق، نړیوال بانک، آسیایي بانک او نورې ادارې او د مرستو پروژې ځنډېدلي دي. د ګډوډۍ په دې حالت کې، روغتیایي سیسټمونه، تعلیم او عامه خدمات له خطر سره مخ او خلکو ته زیان رسوي.

متقي ډاډ څرګند کړ، چې مونږ دمګړۍ لنډمهاله او بیا اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لرو.

امیر خان متقي د اسلامي هېوادونو او نړیوالو مرستندویه موسسو په مرسته د افغانستان د اوسني بحران  حل لارې ته په نغوته کې څرګنده کړې، چې: پر مالونو او بشري مرستو سربېره نغدو پیسو ته ډېره اړتیا ده. له نېکه مرغه افغانستان اوس یو مسوول او له فساد پاک حکومت لري او ژمن دی، چې افغانان له راتلونکیو ستونزو خلاص کړي؛ ځکه، چې دا یو نوی پرمختګ دی او مونږ له غیرعادلانه بندیزونو سره مخ یو او خلک مو ستاسو مرستې ته اړتیا لري.

هغه څرګنده کړې: امریکا، چې پر افغانستان بنديزونه لګولي او د افغانانو شتمنۍ يې کنګل کړې؛ د افغانستان خلکو ته یې زيان رسولی او دا د افغانانو له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده. مونږ د دې سرمشریزې  له ګډونوالو څخه غواړو، چې د افغانانو له ځورولو او د حکومت د کمزوري کولو مخه ونیسي؛ ځکه دا کار زمونږ د اړیکو په ښه کولو کې مرسته نکوي. دا ډول کړنې د امریکا انځور کمزوری کوي او د کډوالۍ څپې زیاتوي، چې ټولې نړۍ ته به منفي پایلې ولري.

د تېر حکومت له نسکورېدو سره امریکا  په افغانستان کې ۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسوله، خپل سرتېري، ملکي وګړي او افغان همکاران یې ووېستل او ډیپلوماټیکې اړیکې یې ودرولې؛ خو د افغانستان بهرنۍ شتمنۍ یې کنګل او له دې هېواد سره یې د نړیوالو موسسو نغدي مرستې هم وځنډولې. دې وضعیت د خلکو اقتصاد تر سیوري لاندې راوست او اوس افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

Trending

Exit mobile version