تازه خبرونه

مولوي متقي له مالیزیایي پلاوي سره پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۶, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیر خان متقي د یکشنبې پر ورځ د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي سلاکار داتو احمد اعظم آب رحمن او مل پلاوي سره یې پر دوه اړخیزو اړیکو او سوداګرۍ چارو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دواړو لوریو د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، بانکدارۍ، د ښوونې او روزنې بهیر او دوه اړخیزو اړیکو بحث او خبرې کړې دي.

مولوي متقي له دغه پلاوي وغوښتل، چې له شته فرصتونو ګټه پورته کړي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.

هغه د تحصیلي بورسونو او وړتیاوو لوړولو ترڅنګ د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې هم د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د مالیزیا پلاوي ویلي، چې دوی به له افغان حکومت سره خپلې اړیکې روانې وساتي او هیله لري، چې له کابل سره تلپاتې همکاري هم ولري.

Trending

Exit mobile version