تازه خبرونه

مولوي متقي په قطر کې د خلیجي هېوادونو له مشرانو سره خبرې وکړې

Published

on

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي، چې قطر ته د یوه لوړپوړي پلاوي د سفر مشري کوي، د خلیجي هېوادونو له یوشمېر استازیو سره یې د افغانستان په اړه خبرې اترې کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي پرون یکشنبه د یوه لوړپوړي پلاوي پر مشرۍ د قطر پلازمېنې دوحې ته تلی دی.

دا، چې مولوي امیرخان متقي نن د خلیجي هېوادونو له استازیو سره په دې لیدنو کې پر کوم مسئلو بحث کړی، پوره روښانه شوې نده؛ خو د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان یې د بحث آجنډا وه.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل وايي، د دوشنبې پر ورځ په دې لیدنو کې پر افغانستان خبرې شوي دي. طمع ده، چې امیرخان متقي د خپل سفر په لړ کې پر قطري چارواکو سربېره د اروپايي او هغو هېوادونو له استازیو سره وګوري، چې خپل سفارتونه یې له کابله دوحې ته لېږدولي دي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی جاوید سنګدل په دې اړه، چې دا ډول ډيپلوماټیکې غونډې به څه ګټه او پایله ولري که نه؟ وایي: زه فکر کوم، چې پرته پروګرامه بېلابېلې ناستې به ښکاره پایلې ونلري. طالبان( اسلامي امارت) باید له خپلو لیدنو څخه څرګند تعریف ولري.

له دې مخکې یو لوړپوړي پلاوي ناروې ته تللی و او هلته یې د امریکا د استازیو په ګډون له غربي ډيپلوماټانو سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې وې.

Trending

Exit mobile version