تازه خبرونه

مولوي مجیب الرحمن انصاري  په هرات کې خاورو ته وسپارل شو

Published

on

Last Updated on: وږی ۱۳, ۱۴۰۱

د هرات ولایت د ګازرګاه جومات د خطیب مولوي مجیب الرحمن انصاري جنازه د لسګونه زره کسانو په ګډون خاورو ته وسپارل شوه.

مولوي انصاري د جمعې پر ورځ د (د وږي ۱۱ ) په داسې حال کې، چې جومات ته روان و، له ۱۹ نورو کسانو سره په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو او له ۲۰ ډېر نور ټپیان شول.

د هرات سیمه ییز چارواکي ټینګار کوي، چې د دې پېښې عاملین به ډېر ژر وپېژندل شي او ونیول شي.

د جنازې په مراسمو کې یې ورور مولوي فضل الرحمن انصاري د ارواښاد ځای ناستي ونومول شو.

د مولوي مجیب الرحمن انصاري ورور مولوي فضل الرحمن انصاري وویل: د انصاري کورنۍ یوازې د مولانا انصاري نه وه، عبدالله، چې دوه میاشتې کېږي او یتیم شو او د مولانا انصاري کوچنی زوی دی؛ هر یو مو لاسونه سره ور کړي او د مولانا په مکتب کې روزل شوي یوو. مونږ نرینه او ښځې شهادت ته چمتو یو.

د هرات والي مولوي نوراحمد اسلامجار د مولوي انصاري د جنازې د مراسمو پر مهال خبرداری ورکړ، چې د دې پېښې عاملين به مجازات شي.

د لویدیځې حوزې د علمانو د شورا پخواني مشر مولوي خداداد صالح هم وویل: وینه به یې بې بدله پاتې نشي، بېشکه، چې الله پاک به د دغه سپېڅلي انسان وینه ضایع نکړي او هغه کسان، چې دا جنایت یې ترسره کړی د خپلو اعمالو سزا وویني.

د هرات یو شمېر اوسېدونکي هم د دې پېښې د عاملینو د پېژندلو غوښتونکي دي، دوی ټینګار کوي، چې د شخصیتونو په ځانګړي توګه د دیني عالمانو د وژنې مخه دې ونیول شي.

د هرات اوسیدونکی محمدحسین وايي: اسلامي امارت باید له داسې شخصیتونو دفاع وکړي. همدوی دي، چې له امارت سره مرسته کوي، که دوی نه وي څوک به له حکومت سره همکاري وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د دغه بريد مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه ندى اخيستى.

Trending

Exit mobile version