تازه خبرونه
مونږ افغانستان ته له خنډ پرته برښنا رسوو – ازبکستان
د ازبکستان د انرژۍ وزارت چارواکو پرون (سې شنبه د تلې ۱۳) په ډاګه کړه، چې هېواد یې افغانستان ته له کوم خنډ پرته برښنا رسوي.
ازبکستان له پرونیو راپورونو وروسته، چې افغانستان د برښنا صادروونکیو هېوادونو نږدې ۶۲ میلیون ډالر پوروړی دی؛ افغانستان ته د برښنا رسولو ډاډ ورکوي او وایي، چې هېواد یې له خنډ پرته د برښنا رسولو لپاره ژمن دی.
تېره ورځ داسې راپورونه خپاره شول، چې په راتلونکي ژمي کې د وارداتي برښنا د پرې کیدو شونتیا شته، چې په دې اړه ورسره بېلابېلې اندېښنې راپورته شوې.
د افغانستان اسلامي امارت چارواکو ژمنه کړې، چې د دوی د برښنا بېلونه به ورکړي او له ګاونډ هېوادونو یې غوښتي، چې د افغانستان برښنا پرې نکړي.
ازبکستان ویلي، چې افغانستان ته برښنا رسوي او د پور په اړه یې تبصره نده کړې.
له دې مخکې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایوف ویلي وه، چې هغه چمتو دی د اسلامي امارت له چارواکو سره پر مهمو اقتصادي پروژو بحث او خبرې وکړي.
میرزایوف ویلي، چې هېواد یې د افغانستان په اقتصادي پروژو کې ښکېل دی او ډاډ څرګندوي، چې په افغانستان کې به سوله نوره هم ټینګه شي.
د یادونې ده، چې ازبکستان په سپتمبر میاشت کې افغانستان ته ۱۳۰۰ ټنه خوراکي توکي، درمل او کالي هم رالیږلي دي.