تازه خبرونه

مونږ او اسلامي امارت ډېر توپيرونه لرو – د سوریې واکمن

هغه د ښځو او نجونو د ښوونې او روزنې په اړه ویلي: « البته د ښځو د زده‌کړې په اړه باید ووایم، چې مونږ له ۸ کلونو څخه راپدېخوا په ادلب کې یو پوهنتون لرو. زه فکر کوم، چې په پوهنتونونو کې د ښځو سلنه له ۶۰ سلنې ډېره ده.»

Published

on

احمد الشرع، چې دا مهال د سوریې مشر دی ویلي، چې د دوی او اسلامي امارت تر منځ ډېر توپیرونه شته دي.

نوموړي له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي افغانستان یوه قبایلي ټولنه ده. په داسې حال کې، چې په سوریه کې بېلابېل ذهنيتونه شته.
د سوریې واکمن په افغانستان کې د ښځو لپاره شته محدودیتونو ته په نغوته کې ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامی امارت مشرانو ته ورته به په سوریې کې د ښځو او نجونو د تعلیم مخه ونه‌نیول شي.

احمد الشرع ویلي: د سوریې او طالبانو (اسلامي امارت) ترمنځ ډېر توپیرونه شته؛ زمونږ د حکومت کولو طریقه بېله ده. افغانستان یوه قومي ټولنه ده، چې سوریه ورسره توپیر لري. خلک یې عین فکر نلري. د سوریې حکومت او حاکم نظام به د سوریې له تاریخ او کلتور سره مطابقت ولري.

هغه د ښځو او نجونو د ښوونې او روزنې په اړه ویلي: « البته د ښځو د زده‌کړې په اړه باید ووایم، چې مونږ له ۸ کلونو څخه راپدېخوا په ادلب کې یو پوهنتون لرو. زه فکر کوم، چې په پوهنتونونو کې د ښځو سلنه له ۶۰ سلنې ډېره ده.»

د سوریې واکمن د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا د الکولي مشروباتو څښل جواز لري وویل: “ډېر شیان شته، چې زه یې د خبرو کولو حق نلرم، چې په اړه یې خبرې وکړم؛ ځکه هغه قانوني مسایل دي.”

هغه زیاته کړې، چې د سوریې د اساسي قانون د لیکلو لپاره به د حقوقي کارپوهانو په ګډون یوه کمیټه جوړه شي. دوی به پرېکړه وکړي. هر واکمن یا ولسمشر باید له قانون پیروي وکړي.

اسلامي امارت تر دې دمه د افغانستان په اړه د احمد الشرع د څرګندونو په اړه غبرګون ندی ښودلی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له درې کلونو راپدېخوا له زده‌کړو بې برخې دي او پوهنتونونه هم د نجونو پر مخ تړل شوي دي.

Trending

Exit mobile version