تازه خبرونه

مونږ به د خپلو اوبو له حقه یو ګام هم شاته نه‌شو – ایران

Published

on

د ایران د برښنا وزیر علي اکبر محرابیان ويلي، هېواد به یې د هلمند سیند د اوبو له حقه یو ګام هم شاته نه‌شي.

د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې؛ علي اکبر محرابيان د شنبې پر ورځ ( د چنګاښ ۲۴ ) په تهران کې يوې خبري غونډه وويل، چې د ابراهيم ریيسي پر مشرۍ د ايران حکومت په سيستان او بلوچستان کې د اوبو د کمښت د ستونزې د اوارولو لپاره لازمې هڅې کوي.

د ايران برښنا وزير زياته كړې؛ سره له دې، چې ايران د هلمند سیند د اوبو د حق په اړه له اسلامي امارت سره څو سلا مشورې كړي، خو ايران تر اوسه د دې اوبو په برخه كې خپله لازمه برخه نه‌ده تر لاسه كړې او د خپل جنوبي ولایت په اړه به ټول لازم اقدامات وكړي.

په وروستیو دوه کلونو کې، چې اسلامي امارت پر کابل بیا واک تر لاسه کړی؛ د هلمند سیند اوبه د کابل او تهران ترمنځ د دیپلوماسۍ یوه حساسه موضوع ګرزېدلې ده.

د تېر کال د زمري پر شپږمه ایران اعلان وکړ، چې اسلامي امارت د کجکي په بند کې د اوبو د اوسنۍ کچې د معلومولو لپاره د څېړنې پر ترسره کولو هوکړه کړې ده.

هغه مهال د ايران کورنيو چارو وزير احمد وحيدي ويلي وه، چې د دې کار لپاره به د هلمند د اوبو په تړون کې د يادو شويو دواړو هېوادونو د کمیشنرانو یوه ګډه کمیته جوړه کړي.

په تېرو دوه کلونو کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي په ګډون ایراني چارواکو څو- څو ځله ورته څرګندونې کړي؛ خو اسلامي امارت یې په غبرګون کې ویلي، چې د هلمند سیند د اوبو تړون ته ژمن دی او پر بنسټ یې ایران ته اوبه ورکړي دي.

اسلامي امارت د ایران د برښنا وزیر علي اکبر محرابیان د وروستیو څرګندونو په اړه تر دې دمه څه نه‌دي ویلي؛ خو اسلامي امارت له دې مخکې ویلي وه، چې د هلمند سیند د اوبو هغه تړون ته ژمن دي، چې په ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ لاسلیک شوی؛ خو هغه ټینګار کړی، چې اوس د هلمند سیند په دې سیمه کې د وچکالۍ له کبله پوره اوبه نه‌لري.

Trending

Exit mobile version