1393ټاكنې
مونږ به له خپل سیال سره یو ځل بیا د ټاکنو ډګر ته ووځو او ائتلاف به ونکړو
د ولسمشريزو ټاكنو د كانديدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاكټر عبدالله عبدالله د ټاكنيز كمپاين مسئولين وايي، كه ټاكنې دوهم پړاو ته ولاړې شي، دوى به له خپل سيال سره يو ځل بيا ډګر ته ووځي او ائتلاف به ونكړي.
د ولسمشرۍ بل كانديد ډاكتر زلمى رسول بيا وايي، په ټاكنو كې پراخو درغليو ته په كتو ښايي ټاكنې دوهم پړاو ته ولاړې شي.
د ټاکنو له ترسره کېدو څو ورځې تېرېږي، خو تر اوسه رسمي پایلې نه دي روښانه شوې، خو ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غنی احمدزی په دې ټاکنو کې ځان مخکښ بولي.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیز کمپاین ویاند فضل الرحمان اوریا او د اشرف غني د ټاکنیز کمپاین ویاند عباس نویان ټنیګار کوي که چېرې په لومړي پړاو کې ګټونکی معلوم نشي، دې ته چمتو دي، چې دویم پړاو کې ټاکنيزې سیالئ وکړي، خو هېڅ کله به هم له یو او بل سره ائتلاف ونکړي.
خو د ولسمشرۍ یو بل نوماند زلمی رسول، چې درڼو ټاکنو د پایلو پر منلو ټینګار کوي په دې لړۍ کې د پراخو درغلیو په اړه خبره هم کوي.
د نومړي مرستیاله حبیبه سرابې په دې اند ده، چې ټاکنې به دوهم پړاو ته ولاړې شي.
خو داسې معلومېږي، چې دوهم پړاو ته د ټاکنو په ورتګ سره به د نوماندانو ترمنځ ائتلافونه رامنځ ته شي.
احتمالآ هغه نوماندان، چې په لومړي پړاو کې حذفېږي له پاتې دوه نوماندانو سره به ائتلاف وکړي.
تر راتلونکو څوارلسو ورځو به د ټاکنو لومړنۍ پایلې روښانه شي افغانان هم د ټاکنو له اړوندو ادارو غواړې، چې د درغلیو او د شکایتونو په برخه کې په سمه توګه کار وکړي.