تازه خبرونه

مونږ خلکو ته د منلو وړ سوله غواړو- امرالله صالح

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۴, ۱۳۹۹)

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د پنجشنبې پر ورځ ( د مرغومي ۴) په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي؛ افغانستان داسې سوله غواړي، چې ټولو خواوو او ټولو خلکو ته د منلو وړ وي.

هغه زیاته کړې، چې طالبان د افغانستان له بیرغ، د هغه د حاکمیت، اساسي قانون او هرهغه څه سره ستونزي، چې خلکو ته د منلو وړ دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن په کابل کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي؛ سوله پر ارزښتونو راڅرخي. که ارزښتونه تر پښو لاندې کړو، سبا ته به سوله راشي.

هغه ټینګار کړی؛ مشران، خلک غوره کوي، نه د کویټې شورا.

مرالله صالح په ډاګه کړې؛ حاکمیت د خلکو حق دی او تېرېدل ترې ناشوني دي.

صالح وایي: مونږ ته له درناوي پرته سوله د منلو وړ نده او نه منل کیږي.

هغه زیاته کړې؛ سوله دا معنا نلري، چې یوه خوا ټوټه ټوټه شي؛ سوله باید ملي وي.

نوموړي ټینګار کړی: مونږ د یوې توکمي ډلې لپاره، بلکې د ټول افغانستان لپاره سوله غواړو.

دی وایي: مونږ به د سولې په بهیر کې د خلکو حاکمیت له پامه ونه غورزوو.

د هغه په ​​وینا، ۴۰ کلنې جګړې د افغانستان اعتماد زیانمن کړی دی.

 هغه دا هم په ګوته کړې، چې خپلواک افغانستان د خلکو حق دی؛ هیڅوک حق نلري، چې اساسي قانون تر پښو لاندې کړي. له طالبانو سره په خبرو کې سولې ته رسېدل زمونږ اړتیا ده.

امرالله صالح پخپل ټویټ کې لیکلي، چې طالب مرستیال مشر ملا برادر پاکستان ته د خپل وروستي سفر پرمهال په کراچۍ کې درې کارونه کړي؛ هغه په ​​یوه دولتي روغتون کې له ټپيانو لیدنه کړې، چې هلته پرته له ویزې پراته دي، د وسلوالو د هڅونې لپاره روزنیز مرکز ته تللی او د پاکستان له حکومت څخه یې مننه کړې، چې تر دې دمه یې له طالبانو سخاوتمند ملاتړ کړی دی.

Trending

Exit mobile version