تازه خبرونه

مونږ د اسلامي امارت پر ضد له وسلوالو ډلو ملاتړ نکوو ـ بریټانیا

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳, ۱۴۰۱)

د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې مولوي امیرخان متقي د قطر په  پلازمېنه دوحه کې د افغانستان لپاره د بریټانیا له سفیر هيوګو شارټر سره وکتل.

نوموړي له مولوي متقي سره په لیدنه کې وروستۍ پېښې، چې ولسي خلګ په کې په نښه شوي؛ وغندلې او ورسره یې خواخوږي څرګنده کړه.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ مولوي متقي د دواړو هېوادونو پر مثبتو اړیکو ټینګار وکړ او د دښمن وروستۍ هڅي، چي ملکي اهداف یې په نښه کړي د هغوی د ضعف او له هېواد والو سره د دښمنۍ نښه وبلله.

دغه راز شارټر د مخدره توکو د بندېدو له فرمان هرکلی کړی او وایي؛ له نړیوال بانګ سره په یوه ګډه طرحه کار کوو، چې افغان کروندګرو ته د بدیل معیشت په رامنځته کولو کې همکاري وکړو.

مولوي متقي په همدې حال کې د مثبتو اړیکو پر اړتیا ټینګار کړی او د دښمن وروستۍ هڅې یې د ملکي وګړیو په نښه کول او وسلوالې هڅې د دوی د کمزورتیا او له افغانانو سره د دښمنۍ نښه وبلله.

Trending

Exit mobile version