تازه خبرونه
مونږ د افغانستان د ورانولو طرحو ته غاړه نه ږدوـ اشرف غني
ولسمشر اشرف غني د افغانستان د درې رنګه بیرغ د ملي ورځې په مراسمو کې څرګنده کړې، چې مونږ د افغانستان د ورانولو طرحو ته غاړه نه ږدو.
ولسمشر غني نن پنجشنبه د زمري پر ۷ د اګست ۲۹ د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ د ملي ورځې د نمانځلو جوړوشویو مراسمو پرمهال ویلي، چې د هېواد بیرغ د وګړیو ترمنځ د ویاړ او یووالي نښه ده او امنیتي ځواکونه هره ورځ د دې ویاړ د ساتلو او لوړولو لپاره قرباني ورکوي.
اشرف غني ویلي: مونږ به د افغانستان هغو ویجاړونکيو پلانونو ته ځان ونه سپارو، چې بهرنيان او ترورستي شبکې ورته هڅې کوي او غواړي دغه هېواد د جګړې پر ډګر بدل کړي.
هغه په هېواد کې روانه جګړه ناروا وبلله او وایي، چې په اسلامي نړۍ کې علماوو په ځلونو دا خبره تائید کړې ده.
هغه وایي: په اسلامي نړۍ کې دیني عالمان په ځانګړي توګه د سعودي عربستان په وروستۍ ناسته کې، چې په کې د پاکستان علماوو هم برخه اخیستې وه؛ ټینګار وکړ، چې د افغانستان روانه جګړه هیڅ اسلامي مشروعیت نلري.
دوی طالبانو ته په خطاب کې ویلي، چې که دوی د هېواد ملي ګټو ته ژمن وي؛ نو روانه جګړه دې ودروي او له ورانولو یې باید ډده وکړي.
غني وايي: آیا تاسې د افغانستان ملي ګټو ته ژمن یاست یا شبکې ته؟ آیا تاسې غواړئ د نفاق تخم وکرئ او ملي جوړجاړي او بنیادونه له مینځه یوسئ او که جوړوئ یې؟
غني څرګنده کړې، چې د افغان حکومت غږ د سولې غږ دی او ټول افغانان د سولې په اړه اجماع ته رسیدلي دي.
ولسمشر اشرف غني ټینګار کړی، چې حکومت د بدلون لپاره روښانه اراده، پروګرامونه لري. د افغان حکومت نیت د ارزښتونو خوندي کول، تلپاتې سوله راوستل او په هېواد کې نظم ټینګول دي.
غني خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د حکومت کاري پلان چمتو دی او تاسې به ډېر ژر بدلونه وګورئ.