تازه خبرونه

مونږ د جمهوري نظام د بڼې بیا جوړلو ته چمتووالی لرو- د حکومتي پلاوی غړي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۲, ۱۳۹۹)

د افغانستان جمهوریت پلوي مرکچي پلاوي یو شمېرغړيو ویلي؛ مونږ د داسې یو جمهوري نظام د بڼې بیا جوړلو ته چمتو یو، چې طالبان هم په کې ځان وګوري.

امارت او جمهوریت د راتلونکي پړاو خبرو محوري ټکي دي، چې د مرکچي پلاويو د څرګندونو له مخې سختې خبرې به وغواړي.  د امارت او جمهوریت د پیوستون لپاره پراخ واټن ته په کتو دا وېره هم شته، چې خبرې به پایلې ته ونه رسي؛ خو افغان حکومت په جمهوریت کې د طالبانو زغملو ته چمتووالی ښودلی څرګند کړی دی.

د پلاوي غړيو وايلي، چې د سیاسي نظام پر سر له طالبانو سره هوکړه سختې خبرې غواړي؛ خو په کور د ننه د سیاسي نظام پر سر د افغان سیاستوالو ترمنځ د نظر اختلافونه به له طالبانو سره د دوی خبرې ټګنۍ کړي.

د افغانستان جمهوریت پلوي مرکچي پلاوي غړی محمد امین احمدي وایي: دا چمتووالی لرو، چې د افغانستان جمهوري نظام بڼې ته بیا کتنه وکړو، چې طالبان په کې د ډاډ وړ ځای ولري؛ خو د طالبانو اند بحران دی نه د حل لاره.  

د ملي پخلاینې عالي شورا د مشرتابه کمېټې هم مرکچي پلاوي ته نده روښانه کړې، چې د سیاسي نظام په اړه به یې وروستی دریځ څه وي.

د افغانستان جمهوریت پلوي مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي ویلي: په افغانستان کې دننه هم پر سیاسي نظام د سیاسیونو تر منځ هوکړه نشته.

د جمهوریت پلوي مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي هم ويلي، چې ځينې مسایل د سولې راتلونکیو پړاوونو ته د زیان اوښتو د مخنیوي لپاره باید ډاګیزه نشي.

په پام کې ده، چې د ملي او نړیوال ټینګار له مخې په قطر کې د جنورۍ پر پېنځمه د افغانانو د سولې خپلمنځي خبرې بیا پیل شي.

Trending

Exit mobile version