تازه خبرونه
مونږ د خپلو اوبو له یوه څاڅکي هم تېرېدونکي نه یوو
(Last Updated On: زمری ۱۵, ۱۴۰۱)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان ویلي، هېواد به یې د تاریخي او سرحدي اوبو د حق له یوه څاڅکي حقه هم تېر نشي.
امیرعبداللهیان دا څرګندونې د ایران د پارلمان د کرنې کمیسیون ته د راپور ورکولو پر مهال کړې دي.
د ایران اسلامی جمهوریت خبری آژانس د راپور له مخې؛ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د هرمند او د ترکیې د ارس د اوبو پر حق داسې ټینګار څرګند کړ: مونږ به د ایران د ملت له تاریخې او سرحدي اوبو د حق له یوه څاڅکي هم تېر نشو.
امیر عبداللهیان همداراز ویلي، چې ایران او ترکیې د ارس سیند د اوبو پر سر د شخړې د اواري لپاره یوه ګډه کمېټه جوړه کړې ده.
ایراني چارواکو په وار وار په افغانستان کې د بندونو د جوړولو په اړه اندېښنه ښودلې او کابل یې له ایران سره د شوي تړون په سرغړونې تورن کړی دی.
د افغانستان اسلامي امارت چارواکو ویلي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ په ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال کې د اوبو تړون ته ژمن دي او په دې تړون کې بدلون او بله هوکړه هم ناشوني دي.