تازه خبرونه

مونږ د سولې خبرو راتلونکی پړاو په افغانستان کې دننه غواړو – اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۴, ۱۳۹۹)

ولسمشر اشرف غني نن د کابینې په غونډه کې په ډاګه کړې؛ د سولې راتلونکې پړاو دې په ​​افغانستان کې دننه ترسره شي.

هغه ویلي: د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار هغه څرګندونې تائیدوم، چې مونږ په افغانستان کې دننه د سولې دوه یم پړاو خبرې غوره بولو.

ولسمشر زیاته کړې: هرکله، چې طالبان ادعا کوي؛ په افغانستان کې دي، نو بیا ولې د افغانستان په خاوره کې خبرې نه کوي؟ هرچیرې، چې دوی په افغانستان کې غواړي، د افغانستان حکومت له دوی سره خبرو اترو ته چمتو دی.

ولسمشر ویلي: افغانان کولی شي په خیمو کې  او ان په ساړو کې خبرې وکړي. اوس د هغې وخت ندی، چې د دوحې ښیسته هوټلونه دخبرو شرط شي.

اشرف غني دا هم پوښتلي؛ آیا دا ډېر مهم ندي، چې ټول خلک د خبرو اترو د څرنګوالي شاهد وي؟ خبرې پر کومو موضوعاتو راڅرخيي او ولې؟

د ولسمشر اشرف غني دغه ټینګار د درې اوونیزې دمې په بهیر کې راڅرګندیږي، چې د خبرو دواړو ډلو تېره اوونۍ اعلان کړې ده.

سره له دې، چې د وږي پر ۲۲ نېټه خپلمنځي خبرې پیل شوې او بیا په کې له دوه اوونیز ځنډ او خنډ وروسته بریالي شول، چې د خپلمنځي خبرو د اجنډا پر کړنلار هوکړه وکړي او یو لړ وړاندیزونه د مشورو لپاره ومني.

Trending

Exit mobile version