مهم خبرونه
مونږ د سوچه اسلامي دولت د جوړولو پر لوري روان یو- طالب مشر
طالب مشر مولوي هیبت الله اخندزاده په خپل اختریز پیغام کې ویلي؛ هڅې مو د اسلامي دولت جوړولو پر لوري روانې دی؛ امریکا او نړیواله ټولنه دې د دوحې تړون ته پام راواړوي او “په راتلونکي کې دې د ستونزو د رامنځته کیدو مخه ونیسي.
هغه د لوی اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي “د همدې لپاره، مونږ خپلو مجاهدینو او مظلوم ملت ته ډاډ ورکوو، چې د دوی له آرمانونو سره به جفا نه کیږي” .
نوموړي زیاته کړې؛ طالبانو په دوحه کې له امریکایانو سره د تړون په لاسلیک کولو خپلې ژمنې پوره کړي او هڅه کوو، چې د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي، خو اوس نورو خواوو ته اړینه ده، چې له فرصته د ګټې اخیستنې څرنګوالی وټاکي.
طالب مشر د بندیانو د خوشې کیدو موضوع سولې ته د “باور جوړول” او “لاره لنډه کول” بولي او وایي، چې که څه هم امریکا او متحدینو یې د تړون د پلي کیدو په برخه کې یو څه وړ ګامونه پورته کړي؛ پېنځه زره سرتېري ایستل شوي او پېنځه پوځي اډې یې پریښي دي او د پاتې نورو برخو په اړه باید خنډ نشي.
دغه راز هغه امریکا ته خبرداری ورکړ، چې باید “خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي.
هغه ویلي، چې د بندیانو د تبادلې لس ورځنی مهالوېش څلورو میاشتو ته وغزول شو، د بې پیلوته الوتکو هوایي بریدونو او په تور نوماړ کې د طالبانو د نومونو پاتې کیدل هغه څه دي ، چې پلي شوي ندي.
دی وایي،دا د هیچا په ګټه ندي او دا ډول کړنې د جګړې په ګټلو کې نقش لوبولی نشي.
د طالبانو مشر زیاته کړې: دا ډول کړنې رغنده ندي او د زیاتو ستونزو لامل به شي؛ نو لازمه ده، چې امریکا او نړیواله ټولنه دواړه دغه مسله جدي ونیسي او د نورو ستونزو مخه ډپ کړي.
د اخندزاده څرګندونې د ملکې تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له خپریدو یوه ورځ وروسته په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې له ۱۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
په دې راپورکې طالبان او داعش ملکیانو ته پر مرګ و ژوبله اړولو پړه ښودل شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا هم دې راپور ته په نغوته کې ویلي، چې طالبان د ملکي تلفاتو مسوول دي.
طالبانو د یوناما راپور په کلکه رد کړی او مجاهد ویلي؛ دغه راپور د افغان حکومت د امنیتی ځواکونو د معلوماتو پر اساس لیکل شوی او خپور شوی او بریالي شوي ندي، چې د ملکی تلفاتو اصلی لامل په ګوته کړي.
سیمه ییز خبرونه
په کندهار کې د میانکو بند له اوبو ډک شو
د کندهار ښار د دولسمي حوزې اړوند په میانکو سیمه کې وروستیو بارانونو د میانکو بند له اوبو ډک کړی دی.
د کندهار ولایت مقام رسنیز مرکز زیاته کړې؛ د میانکو اوبو بند څه وخت مخکې د یواینډيپي موسسې پر مالي لګښت جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل شو.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، وروستیو بارانونو دا بند له اوبو ډک کړ او هم یې زرګونو کورنیو ته د سیلابي اوبو د ورتلو مخه نیولې ده.
ویل کیږي، چې دغه بند یونیم میلیون متره مکعب اوبه ذخیره کوي او نه یوازې یې د کندهار د شپږو ناحیو ۱۲ زره کورنۍ له سیلابي اوبو څخه ژغورلي، بلکې تر ځمکې لاندي اوبو کچه ورسره لوړه شوې او هم یې هېوادوالو ته د دمې او نندارې ښه زمینه برابره کړې ده.
مهم خبرونه
مونږ د ایران پر ضد په یرغلیزو عملیاتو کې ګډون نکوو- بایډن
د امریکا یوه لوړپوړي حکوکمتي چارواکي سيانآن ته ویلي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ته ویلي، چې امریکا به د ایران پر ضد په هیڅ ډول یرغلیزو عملیاتو کې برخه وانخلي.
دا پیغام د اسرائیلو پر ضد د ایران له غچ اخیستونکیو بریدونو وروسته په یوه ټیلیفوني اړیکه کې وړاندې شوی دی.
بایډن ویلي، چې د امریکا اوسنۍ ارزونه دا ده، چې د ایران بریدونه تر ډېره ناکامه ول او دې بریدونو د اسرائیلو پوځي وړتیا ثابته کړه.
ایران د شنبې پر ورځ ناوخته په خپل لومړي غچ اخستونکي برید کې
د شنبې پر ورځ ناوخته ایران د سوریې پر سفارت د اسرائیلو د برید په غچ کې پر اسرائیلي خاوره لږ تر لږه ۲۰۰ چاودېدونکي ډرون او توغندي وتوغول.
مهم خبرونه
د واګنر ډلې قومندان د الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې مړ شو
د واګنر خصوصي پوځ قومندان پرګوزین ځانګړې الوتکه مسکو ته نږدې راوغوځېده.
د تاس خبري آژانس د خبر له مخې، د چارشنبې پر ماښام د واګنر د قومندان پریګوزین ځانګړې الوتکه مسکو ته نږدې راغورځېدلې، چې له کبله یې ۱۰ کسان ووژل شول.
د زاپوریزیا د سیمهییزې ادارې غړي ولادیمیر روګوف ویلي، چې پریګوزین ته نږدې خلکو د هغه او د واګنر ګروپ بنسټ ایښودونکي دیمیتري اوتکین مړینه تائید کړې ده.
د روسیې د ملکي هوايي چلند ادارې څرګنده کړې، چې د واګنر د خصوصي پوځي ډلې قومندان پریګوزین د خپلې ځانګړې الوتکې د مسافرو په لیست کې و، چې د مسکو په شمال کې راوغورځېده.
د ریبار پوځي اوبپاڼې راپور ورکړی، چې د مسکو په شمال کې د راغورځېدلې الوتکې د مسافرینو په منځ کې د واګنر د قومندانانو د شتون په اړه معلومات اوس هم تائید شوي نهدي.
روسي اوبپاڼې ريدووکا څرګنده کړې، چې ښايي پرګوزين په الوتکه کې د مسافر په توګه خپل نوم ثبت کړی وي او يوازې د امنيتي دلايلو له مخې په بله الوتکه کې سپور شوی وي.
د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت ویلي، چې د مسکو په شمال کې د راغورځېدلې الوتکې د ۸ کسانو سپرلیو مړي موندل شوي دي.
ځینو روسي رسنیو راپور ورکړی، چې یوګیني پریګوزین ممکن په دوهییمه الوتکه کې وي، چې په مسکو کې راکښته شوه.
په انترنیت کې د خپرو شویو ویدیوګانو له مخې د پریګوزین اړوند د ایمبرایر الوتکه د تور ولایت د خوتیلوو پوځي هوایي ډګر په ۱۵ کیلو مترۍ کې رالوېدلې ده.
ویل کېږي، چې په دې الوتکه کې درې کسان عمله او اووه مسافر سپاره ول.
دا په داسې حال کې ده، چې بي بي سي د واګنر د قومندان د مړ کېدو ادعا کړې ده.
-
لوبی4 days ago
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days ago
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
-
نړۍ3 days ago
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي
-
تازه خبرونه4 days ago
د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا
-
تازه خبرونه3 days ago
ازبکستان، سعودي عربستان او قطر پر افغانستان او افغان – ټرانس پټلۍ خبرې وکړې
-
نړۍ5 days ago
امریکا به پر ایران د اسرائیلو په ځوابي برید کې برخه وانخلي
-
لوبی2 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۴ پاریس المپیک سیالیو د خپراوي حق ترلاسه کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
سعودي عربستان به په پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو پانګونه وکړي