مهم خبرونه

مونږ د سوچه اسلامي دولت د جوړولو پر لوري روان یو- طالب مشر

Published

on

Last Updated on: زمری ۸, ۱۳۹۹

طالب مشر مولوي هیبت الله اخندزاده په خپل اختریز پیغام کې ویلي؛  هڅې مو د اسلامي دولت جوړولو پر لوري روانې دی؛ امریکا او نړیواله ټولنه دې د دوحې تړون ته پام راواړوي او “په راتلونکي کې دې د ستونزو د رامنځته کیدو مخه ونیسي.

هغه د لوی اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي “د همدې لپاره، مونږ خپلو مجاهدینو او مظلوم ملت ته ډاډ ورکوو، چې د دوی له آرمانونو سره به جفا نه کیږي” .

نوموړي زیاته کړې؛ طالبانو په دوحه کې له امریکایانو سره د تړون په لاسلیک کولو خپلې ژمنې پوره کړي او هڅه کوو، چې د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي، خو اوس نورو خواوو ته اړینه ده، چې له فرصته  د ګټې اخیستنې څرنګوالی وټاکي.

طالب مشر د بندیانو د خوشې کیدو موضوع سولې ته د “باور جوړول” او “لاره لنډه کول” بولي او وایي، چې  که څه هم امریکا او متحدینو یې د تړون د پلي کیدو په برخه کې یو څه وړ ګامونه پورته کړي؛ پېنځه زره سرتېري ایستل شوي او پېنځه پوځي  اډې یې پریښي دي او د پاتې نورو برخو په اړه باید خنډ نشي.

دغه راز هغه امریکا ته خبرداری ورکړ، چې باید “خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي.

هغه ویلي، چې د بندیانو د تبادلې لس ورځنی مهالوېش څلورو میاشتو ته وغزول شو، د بې پیلوته الوتکو  هوایي بریدونو او په تور نوماړ کې د طالبانو د نومونو پاتې کیدل هغه څه دي ، چې پلي شوي ندي.

دی وایي،دا د هیچا په ګټه ندي او دا ډول کړنې د جګړې په ګټلو کې نقش لوبولی نشي.

د طالبانو مشر زیاته کړې: دا ډول کړنې رغنده ندي او د زیاتو ستونزو لامل به شي؛ نو لازمه ده، چې امریکا او نړیواله ټولنه دواړه دغه مسله جدي ونیسي او د نورو ستونزو مخه ډپ کړي.

د اخندزاده څرګندونې د ملکې تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له خپریدو یوه ورځ وروسته په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې له ۱۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

په دې راپورکې طالبان او داعش ملکیانو ته پر مرګ و ژوبله اړولو پړه ښودل شوي دي.

 د افغانستان د ملي امنیت شورا هم دې راپور ته په نغوته کې ویلي، چې طالبان د ملکي تلفاتو مسوول دي.

  طالبانو د یوناما راپور په کلکه رد کړی او مجاهد ویلي؛ دغه راپور د افغان حکومت د امنیتی ځواکونو د معلوماتو پر اساس لیکل شوی او خپور شوی او بریالي شوي ندي، چې د ملکی تلفاتو اصلی لامل په ګوته کړي.

Trending

Exit mobile version