تازه خبرونه

مونږ د نجونو د پوهنتونونو د پرانستلو لپاره د اسلامي امارت د مشرتابه فرمان ته منتظر یوو

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۳, ۱۴۰۲)
د لوړو زده‌کړو وزارت یوه سلاکار له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې نجونو ته د پوهنتونونو د پرانستلو لپاره د داخلې ټول شرایط برابر شوي او دوی د اسلامي امارت د مشرتابه وروستۍ پرېکړې ته په تمه دي.
د لوړو زده‌کړو وزارت دې چارواکي ونه‌ویل، چې دا پرېکړه به کله وشي.
د مولوي عبدالجبار د څرګندونو له مخې؛ کله، چې ملا هبةالله اخوندزاده د پوهنتونونو د تړلو امر وکړي، پوهنتونونه به وتړل شي او کله، چې یې د خلاصولو خبره وکړه، پر هماغه ورځ به پرانیستل شي.
څه باندې یو کال کېږي، چې د نجونو پر مخ د ټولو پوهنتونونو دروازې تړل شوي او له زده‌کړو بې برخې دي.
د لوړو زده‌کړو سلاکار مولوي عبدالجبار ويلي، ان د وزيرانو پر کچه د دوی د حکومت مشران هم د نجونو د زده‌کړو د بيا پيل پلويان دي.
همدارنګه هېوادوال هم غواړي، چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي.
د ښځو د حقونو یو شمېر هڅاندو ويلي، چې زده‌کړو ته لاسرسی د ټولنې د هر غړي بنسټیز او بشري حق دی باید دا حق ترې وانه‌خیستل شي؛ د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې دې ژر تر ژره د نجونو پر مخ پرانیستل شي. 
د ښځو د بشري حقونو خوندیتوب په ځانګړي توګه د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو بیا پرانستل د اسلامي امارت د پر رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې له شرطونو یو شرط دی؛ خو اسلامي امارت تر اوسه د نړیوالې ټولنې دغه غوښتنه نه‌ده منلې.

Trending

Exit mobile version