تازه خبرونه
مونږ د چا تر احسان لاندې نه یوو او له هیچا سره مو معامله نهده کړې
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي په خپله وروستۍ وینا کې ویلي، چې د افغانستان خپلواکي او ازادي د اسلامي امارت او د هېواد د خلکو د مبارزې په پایله کې ترلاسه شوې او په دې برخه کې له هیچا سره هیېڅ ډول معامله نهده شوې.
سراج الدین حقاني د پکتیکا ولایت په زیړوک ولسوالۍ کې د خپلو خبرو پر مهال ویلي: مونږ د هیچا تر احسان لاندې نه یوو، معامله مو نهده کړې. که مو پام کړی وي د فتحې پر ورځ په ډېرو ځایونو کې مجاهدین نه ول. مونږ پر ځايي خلکو او د مدرسو پر طالبانو غږ وکړ، چې ولاړ شي او له هغه ځایه ساتنه وکړئ.
دغه راز نوموړي د ملي یووالي پر ځواکمنتیا او د هېواد د ابادۍ پر ټینګښت ټینګار وکړ.
سراج الدین حقاني ویلي: مونږ له دښمنیو ستړي شوي یوو، هیڅ ګټه مو ونهلیدله، پر ژوند پوه نهشوو او له هر ډول پرمختګ، آبادۍ او ژوندانه لرې پاتې شوو.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي ويلي، د هېواد د پخوانیو واکمنانو د ظلمونو له کبله د افغانستان دیني او ملي ارزښتونه زیانمن شوي، چې رغېدل غواړي.