ساینس او ټیکنالوژي
مونږ د چین حکومت د امریکایي سناتورانو له معلوماتو بې برخې ساتو – ټیک ټاک
رویټرز څرګنده کړې؛ د امریکا د پارلمان د حاضرو استازیو په ناسته کې د ټیک ټاک په اړه اندېښنه څرګنده شوې او ادعا کیږي، چې دا چینایي شرکت د بایټ ډنس ملکیت دی او چین ته د امریکایي کاروونکیو معلومات لېږدوي.
هېره دې نه وي، چې ټیک ټاک یوټیوب او سنیپ چیټ ته ورته سیالان هم لري.
د کانګرس استازيو ويلي، دغه ټولنیزې شبکې داسې لارښوونې هم لري، چې د ځوانانو لپاره خطرناکې کېدی شي.
د ټیک ټاک د عامه پالیسۍ مشر مایکل بکرمن د امریکا په وچه کې د دې شرکت لومړنی اجرائیوي مشر دی، چې کانګرس ته یې وینا وکړه او د سنا د سوداګرۍ فرعي کمېټې د غړیو پوښتنې ځواب کړي.
جمهوري غوښتونکیو هڅه وکړه، چې د ټیک ټاک کاروونکیو د معلوماتو د لېږد په اړه د رامنځته شویو اندېښنو له کبله بکرمن تر فشار لاندې ونیسي.
د کانګرس یوې بلې غړې مارشا بلیک برن ویلي، چې هغه د کاروونکیو غږیزو او د ځای په اړه معلوماتو تر لاسه کولو اندېښمنه کړې او وېره لري، چې د چین حکومت به ورته لاسرسی ومومي.
بکرمن ډاډ څرګند کړی، چې مونږ دا معلومات د چین حکومت ته نه سپارو.
د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په اداره کې هم په دې اړه اندېښنې راپورته شوې وې.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د روان کال په پیل کې د ټرمپ اجرائیوي فرمان لغوه کړ او نوې اجرائیوي سپارښتنې یې وړاندې کړې، چې له بهرنیو دښمنانو لکه چین څخه د امریکا انټرنېټي ټیکنالوژي خوندي کړي.