تازه خبرونه

مونږ د کابل د چټک سقوط تمه نلرله – د کاناډا صدراعظم

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۷, ۱۴۰۰)

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو ویلي، چې دوی د کابل پر سقوط پوهېدل؛ خو د نظام او حکومت د چټک سقوط تمه یې نلرله.

جسټن ټروډو له ګلوبل نیوز ټلویزیون سره په مرکه کې ټینګار کړی، چې د همکارو افغانانو د ایستلو لړۍ به ژر تر ژره پیل شي.

ټروډو په دې اړه ویلي: په ټوله نړۍ کې مې له اروپايي او د نورو هېوادونو له یو شمېر متحدینو سره خبرې کړي او هک پک شوی، چې ( له ملاتړه برخمن نظام) چټک له منځه تللي؛ خو په اړه یې له معلوماتو دوه یا درې میاشتې مخکې خبر وو، چې سقوط یې رامنځته کیږي شي. هیڅوک نه پوهیدل، چې دومره ژر به رامنځته شي.

د کاناډا لومړي وزیر د افغانستان پر روان وضعیت د اندېښنې تر څنګ ویلي، چې افغانان اوس له سخت ژمي سره مخ دي.

ژمی به د افغانانو لپاره ډېرستونزمن وي او دا به د کاناډایانو او په ځانګړې توګه د هغو ځانګړیو افغان وګړیو لپاره زړه ماتووونکی وی، چې نه یوازې یې له یو او بل ملاتړ کړی، بلکې د خپل هېواد د ښه راتلونکي او د خپلو خویندو لپاره مبارزه کوي. هغه هڅې، چې مونږ د اګست په میاشت کې د زرګونه خلکو د ایستلو لپاره کړي؛ اوس یې باید روانې وساتو.

د تېر حکومت له نسکورېدو سره سم د امریکا تر چتر لاندې هېوادونو په افغانستان کې خپله ۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسوله؛ سرتېري، ملکي وګړي او افغان همکاران یې څه نا څه ووېستل، ډیپلوماټیکې اړیکې یې ودرولې، د افغانستان بهرنۍ شتمنۍ یې کنګل او له دې هېواد سره یې د نړیوالو موسسو نغدي مرستې هم وځنډولې. دې وضعیت د خلکو اقتصاد تر سیوري لاندې راوست او اوس افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د یادونې ده چې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي آریانا نیوز ته ویلي؛ امریکا او غربي هېوادونه د هېواد ځوان نسل او خلک وتلو او کډوالۍ ته هڅوي.

Trending

Exit mobile version