تازه خبرونه

مونږ د کابل هوایي ډګر د ساتنې چارې ترسره کولی شو – ترکیه

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۴, ۱۴۰۰)

د ترکیې ولسمشر د جمعې پر ورځ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي؛ ترکیې پخوا هم د کابل هوايي ډګر د چارو مشري کړې او په راتلونکي کې هم که هوکړې ته ورسیږي؛ اړوند چارې تر سره کولی شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خبریالانو ته ویلي؛ مونږ د افغانستان په بېخبناوو کې ډېرې هڅې کړي. که په راتلونکي کې ترکیه، قطر او افغانستان هوکړه وکړي؛ مونږ کولی شو د کابل هوایي ډګر چارې ډاډمنې ترسره کړو.

ترکیې ته د افغان پلاوي د سفر په اړه نوموړي ویلي، چې افغان حکومت ترې د بشري مرستو او په افغانستان کې له نوي پیل شوي بهیره د ملاتړ غوښتنې کړي دي.

اردوغان ژمنه کړې؛ تر هغې، چې د اسلامي امارت لنډ مهاله اداره د افغانانو د حقونو په ساتنه کې عادلانه دریځ ولري؛ مونږ به له افغان ولس هر اړخیز ملاتړ روان ساتو.

اردغان دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره ورځ د افغانستان د حکومت یو لوړ پوړی پلاوی د ترکیې پر رسمي بلنه  د دې هېواد انقرې ته سفر کړی او له ترکي چارواکو سره یې پر ديپلوماتیکو اړیکو، بشري مرستو، مهاجرت، افغانستان ته د پروازونو بیا پیلولو او کابل هوايي ډګر بیا فعالولو خبرې کړې دي.

د کابل هوايي ډګر له تېرو درې اوونیو راپدیخوا داخلي او بهرنيو الوتنو ته چمتو اعلان شوی؛ خو تر دې دمه دغه هوايي ډګر ته ډاډمن او منظم سوداګریز پروازونه شوي ندي.

Trending

Exit mobile version