تازه خبرونه
مونږ عزم، ایمان او ثابت دریځ لرو- سراج الدین حقاني
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني په ډاګه کړې؛ نړۍ ادعا کوي، چې اسلامي امارت په ځینو مسایلو لکه تعلیم، ابادولو او اقتصاد کې کمزوری دی؛ خو د اسلامي امارت عزم، ایمان او ثابت دریځ بې مثاله دی.
سراج الدین حقاني لوګر ولایت ته د سفر پرمهال په خروار ولسوالۍ کې د جګړې د وژل شویو کسانو خپلوانو ته په خطاب کې ویلي: که تاسې له ظاهري لحاظه په ټیټه کچه کې یئ او د آبادۍ او پرمختګ په برخه کې وروسته پاتې یاست؛ نو دا ستونزې به ان شاء الله حل کیږي، تاسې صبر او زغم ولرئ.
نوموړي زیاته کړې؛ په نړۍ کې زمونږ سیالان ګوري، چې ایا دوی کولی شي نطام رهبري کړي که نه. دوی ګڼو ستونزو ته نغوته او اشاره کوي او وايي، چې د پوهنې، ابادولو او اقتصاد په برخو کې کمزوري دي. مونږ هم له دوی سره پرې څېړنه نهکوو. مونږ هم دا وایو، چې ځینې نیمګړتیاوې لرو؛ خو د خدای شکر دی، چې هیڅوک دومره شتمني او پانګه نهلري لکه، چې مونږ یې لرو او هغه ایمان، عزم او د دریځ ثبات دی.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي دا هم په ډاګه کړې؛ اسلامي امارت د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره قربانۍ نهدي ورکړي او هغسې، چې په تېرو شل کلونو کې د اسلامي امارت هر غړي د بل غړي دفاع کړې؛ اوس یې هم دفاع کوي.
هغه پر بشپړ ټینګار څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت مشرتابه د اسلامي امارت د غړیو خدمت ته ژمن دی.
سراج الدین حقاني وایي: هغه (د اسلامي امارت مشرتابه ) څو ځله د مجاهدینو په خاطر د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د استخباراتو ریاست تشکیلات پراخه کړي دي.