تازه خبرونه

مونږ قانوني آزادي او خپلواکي نه غلي کوو – امرالله صالح

Published

on

د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال د بشري حقونو د څار ډلې د څرګندونو په غبرګون کې په ډاګه کړې؛ مونږ د هغه چا د نیولو امر کړی، چې د تخار ولایت پر یوه جومات یې د افغان ځواکونو په بمبارد کې د ملکي وګړیو د وژلو خبر خپور کړی.

د بشر حقونو د څار بنسټ ویلي؛ د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د هغه کس د نیولو سپارښتنه کړې، چې تېره ورځ یې د تخار ولایت پر یوه حومات د افغان ځواکونو په بمبارد کې د ملکي وګړیو د مرګ و ژوبلې راپور ورکړی دی.  

د چار شنبې پر ورځ افغان هوایي ځواک د تخار ولایت د هزاره قرلق په لوی جومات کې د طالبانو یوه ناسته بمبارد کړې؛ خو په تېروتنه په کې ۱۲ ماشومان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شول.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح له دغې پېښې څو ګړۍ وروسته دا تورونه رد کړل او هغه خبرونه یې بې بنسته وګڼل، چې ګواکې د تخار په جومات کې ماشومانو ته مړګ و ژوبله اوښتې ده.

نوموړي زیاته کړې: هغو طالبانو، چې د چارشنبې پر ورځ زمونږ ځواکونه وژلي وه، د جومات په برید کې په نښه شوي دي.

هغه دا هم ویلي: هغه چا، چې دا زهرجن او جعلي خبر خپور کړی؛ ونیول شو. طالبان کورونه او جوماتونه د ډال په توګه کاروي.

د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح دا ګواښ هم کړی، چې: له دروغو سرلیکونه جوړ او خپاره کړي؛ ورسره به قانوني چلند تر سره شي.

د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیالې پاتریشیا ګاسمن ویلي: د ولسمشر مرستیال امرالله صالح هڅه کوي هغه کسان غلي کړي، چې د تر سره شوي بالقوه غیرقانوني برید خبرونه یې خپاره کړي، چې په کې ګڼشمېر ملکي وګړي د ماشومانو په ګډون وژل شوي او ټپیان دي.

ګاسمن څرګنده کړې: حکومت باید سمدلاسه د صالح په امر نیول شوی کس خوشې کړي او د هوایی برید په اړه بشپړه او بې پرې څېړنه وکړي.

د دغې څرګندونې په اړه امرالله صالح داسې غبرګون ښودلی دی: حکومت د هیچا اساسي حقوق نه محدودوي. مونږ د وژلو د آزادۍ، د سړي تښتونې د آزادۍ، د ځورونې د آزادۍ، د جنسي تېري د آزادې، د غلا د آزادۍ، د ډله ییزې وژنې د آزادۍ، د ځمکو د غصب د آزادۍ او د بشري حقونو د مدافعینو د بندي کولو د آزادۍ پر ضد ولاړ یو.

طالبانو هم پر جومات د هوایي برید په اړه، چې ماشومان او ملکي وګړي په کې وژل شوي؛ د امرالله صالح د دغه راز غچ اخیستنې غندنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو څار بنسټ ویلي: که څه هم حکومت اعلان کړی، چې د پېښې په اړه څېړنه کوي؛ خو تراوسه یې خپلې موندنې خلکو ته ندي ښودلي.  

Trending

Exit mobile version