تازه خبرونه

مونږ له افغانستان سره د کلتوري او رسنیزو اړیکو عادي کېدا غواړو – ایران

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۵, ۱۴۰۲)

د ایران د کلتور او اسلامي ارشاد وزیر ویلي، تهران له افغانستان سره د کلتوري، هنري او رسنیزو اړیکو د عادي کولو په لټه کې دی.

د ایران د کلتور او اسلامي ارشاد وزیر محمد مهدي اسماعیلي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: مونږ او افغانستان ګډ تاریخي ارزښتونه لرو او دا سیاسي پولې نه‌شي کولی د هنرمندانو او رسنیو تر منځ واټن رامنځته کړي؛ بلخ او هرات او د ایرانیانو لپاره د افغانستان هره برخه له ګډو کلتوري میراثونو څخه ډکه ده.

نوموړي زیاته کړې: د هنر په جوړولو کې د ایرانیانو په څېر افغان هنرمندان هم له مونږ سره مرسته کوي؛ مونږ هم هنري همکاري لرو، مونږ د ایران او افغانستان ترمنځ د کلتوري، هنري او رسنیزو اړیکو د چاپېریال د عادي کولو په لټه کې یوو، په دې اړه مو هم یوه غونډه درلوده، چې ډېر ژر به هېواد ته د چارواکو راتګ زیات شي؛ مونږ د تاریخي، کلتوري او هنري میراثونو په ساتنه کې ډېر حساس یوو.

له دې مخکې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی امیر خان متقي د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی و.

Trending

Exit mobile version