تازه خبرونه

مونږ له افغانستان څخه په وتلو کې دوه زړه شوي یو- ناتو

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۱۱, ۱۳۹۹

د ناتو سرمنشي ينس ستولتنبرګ ویلي؛  بهرني سرتېري نه غواړي په افغانستان کې له اړتیا پرته ډېر پاتې شي.

نوموړي نن یوې خبري غونډې ته ویلي؛ هیڅوک نه غواړي، چې له اړتیا ډېر په افغانستان کې پاتې شي.

د ناتوعمومي منشي څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کمولو له اعلان سره سره د دې سازمان ښوونیز ماموریت به روان وي.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ پرېکړه کړې، چې په افغانستان کې د ځواکونو شمېر له شاوخوا ۴۰۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راکم کړي.

ینس ستولتنبرګ زیاته کړې، چې دا بنسټ به په راتلونکیو میاشتو کې له افغانستان څخه د خپل پوځي شتون په اړه پرېکړه وکړي.

هغه زیاته کړې په راتلونکیو میاشتو کې به مونږ د شرایطو پر بنسټ خپل پوځي شتون ارزولو ته دوام ورکړو.

نوموړي ویلي؛ مونږ له یوه مشکل ناورین سره مخ یو. یا به مونږ له دې هېواده وځو، چې افغانستان یو ځل بیا د نړۍ د ترورستانو ځاله شي او یا باید پاتې شو او له تاوتریخوالي سره اوږد ماموریت ولرو.

د دوحې د هوکړې له مخې، د امریکا سرتېري باید د راتلونکي کال د می په میاشت کې له افغانستان څخه ووځي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ ، د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو فاکس نیوز ته ویلي، چې د امریکایي ځواکونو وتل د دې هېواد له وضعیت تړاو لري.

Trending

Exit mobile version