نړۍ
مونږ له ټولو حکومتي بنسټونو څخه د وتلو پرېکړه کړې – عمران خان
د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) مشر عمران خان د شنبې پر ورځ له ټولو مقننه اسمبلیو څخه د وتلو اعلان وکړ، چې موخه یې له وخت مخکې ټاکن دي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني لومړي وزير عمران خان د راولپنډۍ غونډې ته په وينا کې ویلي؛ مونږ له ټولو اسمبليو د وتلو پرېکړه کړې او نه غواړو، چې نور د نظام برخه وو.
هغه دا هم ویلي، چې د دې پرېکړې عملي نېټه به بیا وروسته اعلان شي.
هغه وایي: ټول ملت انتخابات غواړي او مونږ له دې وارد شوي حکومته د ټاکنو غوښتنه کړې وه.
عمران خان څرګنده کړې؛ مونږ پر ادارو فشار راوړ، د اقتصاد حالت خراب دی او دوی ورته د حللار نلري.
دی وایي: زه ځواکمنو ادارو ته وايم، چې دا هېواد د خرابېدو پر لوري روان دی. کله، چې د يوه هېواد اقتصاد خرابېږي، د هغو ملي امنيت هم اغېزمنېږي.
عمران خان ټینګار کړی؛ زه په واک کې یوځای پاتې راغلم، ځواکمن کسان مې قانون ته تابع نه کړای شول.
ده وویل، چې د پاکستان د حساب ورکولو ملي مرکز یا (نیب) زما په واک کې نه و، بلکې د پوځ په کنټرول کې و.
نوموړي دا هم ویلي؛ کله به یې، چې د واک پرمهال د حساب ورکولو د نه ترسره کېدو پوښتنه وکړه؛ ځواب به دا و، چې ته باید پر اقتصاد تمرکز وکړې.
عمران خان د خلکو دې غونډې ته ډاډ څرګند کړ، چې پر ده د برید په دسیسه کې درې کسان اوس هم پر لوړو څوکیو پاتې دي؛ ما ته یې وویل، چې ممکن بیا برید وشي.
د عمران خان او ملاتړیو د امنیت لپاره یې هلته پر دنګو ودانیو سنایپر نښه ویشتونکي ځای پرځای شوی، چې د تحریک انصاف پر مشر د ممکنه برید مخه ونیسي.
د تحریک انصاف یوه بل مشر اعظم سواتي د پاکستان د پوځ مخکني مشر قمر جاوېد باجوه ته په خطاب کې وویل؛ باجوه صاحب! زه له تا پوښتم او دا په وار وار درنه پوښتم، چې ستا شتمني له کوم ځایه راغلې ده.
له خیبر پښتونخوا او نورو بېلابېلو سیمو د پاکستان تحریک انصاف ګوند په مشرۍ احتجاج کوونکي د پنډۍ- اسلام آباد ته تللي.د لاریونوالو مخکښان د پاکستان تحریک انصاف ګوند مرکزي مشران پروېز خټک، تیمور سلیم جګړا او علي امین ګنډا دي.
