تازه خبرونه

مونږ له کوم دین سره ستونزه نلرو – مکرون

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۱, ۱۳۹۹)

د مسلمانانو په وړاندې د فرانسې د ولسمشر د سپکاوي ډکو څرګندونو په غبرګون کې د نړۍ په کچه د مسلمانانو پراخ لاریونونه او ګواښونه رامنځته کړل، چې نن په کابل کې د فرانسې سفارت د امانویل مکرون د څرګندونو له مخې وویل؛ زمونږ هېواد له کوم دین او مذهب سره ستونزه نلري.

نوموړي په یو تویت کې څرګنده کړې؛ د هغه څه برعکس، چې ما په تېرو څو ورځو کې له ټولنیزو رسنیو اوریدلی او لیدلي، په ډاګه ویلی شم، چې زمونږ هېواد د کوم له مذهب سره ستونزه نلري.

هغه زیاته کړه: مذهبونه پدې خاوره کې په آزاده توګه فعالیت کوي! فضا له شرم او ننګه پاکه او آزاده ده.

هغه دا هم ویلي، چې فرانسه د سولې او ګډ ژوند سره مینه لري.

د ماکرون څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د کابل یو شمېر اوسیدونکیو او د استتال عالي لیسې زدکوونکيو خپل درسي کتابونه راټول او پر سړک یې د هغه څه په ځواب کې وغورزول، چې د فرانسې ولسمشر مکرون د پیغمبر اکرم  حضرت محمد (ص)  په اړه له سپکاوي ډکې څرګندونې کړې دي.

لاریون کوونکي ويلي، چې د فرانسې ولسمشر باید د پیغمبر اکرم (ص) پر وړاندې د خپلو سپکو څرګندونو له کبله د نړۍ او افغانستان له ټولو مسلمانانو بخښنه وغواړي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم په یوه خبري کنفرانس کې له حکومت څخه وغوښتل، چې له دغه هېواد سره سیاسي اړیکې پرې کړي او پر فرانسوي بندیزونه ولګوي کړي.

له هغې وروسته، چې یو ۱۸ کلن مسلمان ځوان د تاریخ یو فرانسوي ښوونکی د اسلام د پیغمبر د کارتون ښودلو پر تور وواژه؛ نو د فرانسې ولسمشر وویل: فرانسه به له کارتونو لاس وانخلي.

د فرانسې د ولسمشر ټینګار، د اسلام د پیغمبر د کارتونونو په بیا بیا خپرولو؛ د اسلامي هېوادونو له سختو غبرګونونو سره مخ شو او په اسلامي هېوادونو کې د فرانسوي توکو د تحریم لپاره کمپاینونه پیل شوي دي.

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د کارتون د خپرولو د ګواښ په اړه د تېرې یکشنبې پر ورځ د اسلام او مسلمانانو پروړاندې د فرانسې د ولسمشر پردریځ نیوکه وکړه او د فېسبوک د عامل پلاوي له مدیر مارک زاکربرګ څخه وغوښتل، چې په دې ټولنیزه شبکه کې د اسلام ضد موادو د خپراوي پر وړاندې هڅې وکړي؛ ځکه دغه منځپانګه د ځینو مسلمانانو ترمنځ بنسټپالنې ته زمینه برابروي.

له عمران خان وروسته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپلو خلکو وغوښتل، چې د فرانسوي توکو له پیرودلو ډډه وکړي.

هغه دغه راز ویلي؛ ماکرون له اسلام سره څه ستونزه لري؟ هغه رواني روغتون ته ولیږدوئ.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت تر دې دمه په دې اړه څه ندی ښودلی.

Trending

Exit mobile version