تازه خبرونه

مونږ نشو کولی ۴۰ میلیون افغانان یوازې پرېږدو

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۷, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (یو ان ډي پي) مشر اخیم شټینر د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې دا ټولنه نشي کولی ۴۰ میلیون افغانان تش د نورو د ناراضایتۍ د اصل پر بنسټ یوازې پرېږدي.

اخیم شټینر په یو لړ ټویټونو کې څرګنده کړې: مونږ په اصل کې له رسمیت پېژندلو پرته د همکارۍ پر بڼه بوخت یوو او هڅه کوو، چې د افغانستان ناهیلي ولس ته شونی ډاډمن حالت رامنځته کړو.

ملګري ملتونه د هغو بشري حقونو په اړه، چې مونږ یې په تمه یوو؛ د افغانستان په څېر یو هېواد به ترې ساتنه وکړي. یعنې په ښوونیزو بنسټونو کې د نجونو د زدکړو او کار حق په ګډون ټول حقونه ښکاره او څرګند دي.

نوموړي ویلي؛ نړیوالې ټولنې هڅه کوي، چې له عادي افغانانو سره مرسته وکړي او د ژوندي پاتې کیدو خورا ډېر نارسمي اقتصاد پیاوړی شي.

دغه راز په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې مشر ایلوی فیلیون په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې ژور اقتصادي بحران میلیونونه افغانان بېوزلي کوي او افغانان اوس هم د کور لوښي د خواړو د تر لاسه کولو لپاره پلوري.

هغه ټینګار کړې، چې مونږ د نړیوالې ټولنې له بشپړ ملاتړ پرته دا ډول بحران درولی نشو.

Trending

Exit mobile version