تازه خبرونه
مونږ نه شو کولی هم طالبانو ووژنو او هم يې د سولې مېز ته کښېنوو
د پاکستان لومړی وزیر وايي؛ افغان ولسمشر ته يې ويلي، چې اسلام آباد د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو پيلولو ته تیار دی.
دغه راز نواز شريف وويل، دوی نه شي کولی پر يوه وخت هم طالبانو ووژني او هم يې د سولې مېز ته کښېنوي.
د پاکستان لومړي وزیر دا خبرې پرون په واشنگتن کې د سولې په انسټیتیوت کې د امريکا له ولسمشر بارک اوباما سره له خبرو یوه ورځ وروسته وکړې.
د پاکستان او امریکا د مشرانو له کتنې وروسته په يوه گډه اعلاميه کې ويل شوي، چې دواړه غواړي طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرې او د دايمي سولې لپاره هڅې وکړي.
امريکا همداراز له پاکستانه غواړي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره مهم رول ولوبوي.
د امریکايي او افغان چارواکو په باور؛ اسلام آباد په افغانستان کې د سولې په رامنځته کولو کې مهم رول لوبولی شي.
افغان چارواکي پاکستان د تروريستانو په ملاتړ تورنوي؛ خو پاکستان دا تورونه ردوي او وايي، چې پخپله دغه هېواد د تروريزم قرباني دی.