تازه خبرونه

مونږ پر پاکستان د تي تي پي په بریدونو کې د افغانستان بې تفاوتي زغملی نه‌شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۹, ۱۴۰۲)

د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر یو ځل بیا له افغانستان غوښتي، چې یا دې د تحریک طالبان پاکستان غړي اسلام‌آباد ته وسپاري او یا یې باید پر ضد اقدام وکړي.

انوارالحق کاکړ له پاکستانيو رسنیو سره په خبرو کې اسلامي امارت د پاکستانيو طالبانو د غړیو پر وړاندې پر بې غورۍ تورن کړ او څرګندوي، چې پر پاکستان د دې ډلې بریدونه د منلو نه‌دي.

اسلامي امارت یو ځل بیا په افغانستان کې د پاکستانيو طالبانو شتون ردوي او وایي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي.

اسلامي امارت په څه باندې دوه کلنه واکمنۍ کې تل ټینګار کړی، چې د افغانستان له خاورې هیچاته پر نورو هېوادونو د بریدونو اجازه نه‌دهورکړ شوي او نه به یې پر وړاندې و‌کارول شي؛ خو پاکستان یوازنی هېواد دی، چې د افغانستان له خاورې د بریدونو ادعاوې کوي.

په دې وروستیو کې د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر له جیونیوز تلویزوني شبکې سره په خبرو کې ویلي؛ د پاکستان پر خلکو او امنیتي ځواکونو د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو په اړه به د اسلامي امارت بې پروايي او بې تفاوتي ونه زغمي.

د پاکستان لنډمهالي حکومت لومړی وزیر انوارالحق کاکړ د خپلو خبرو پر مهال ویلي؛ دا د افغانستان د حکومت خوښه ده، چې تي تي پي مونږ ته سپاري او که پر ضد یې اقدام کوي. مونږ ته دا د منلو نه‌ده، چې تي تي پي پر ملکي وګړیو او پاکستانيو امنیتي ځواکونو بریدونه کوي او افغان حکومت یې په اړه بې تفاوته پاتې وي. مونږ باید ځواب ورکړو؛ مونږ باید پر پاکستان د تي تي پي د بریدونو په اړه د افغانستان بې پروايي ونه زغمو.

انوار الحق کاکړ ادعا کړې، چې د افغانستان اوسني واکمن پوهېږي، چې تحریک طالبان پاکستان په کوم ځای کې د پاکستان پر ضد د خپلو بریدونو پلان عملي کوي.

په دې اړه د اسلامي امارت ویاد ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان شتون او فعالیت رد کړی او څرګندوي، چې دا د پاکستان خپله کورنۍ ستونزه ده او افغانستان د پاکستان د امنیت ضامن نه‌دی.

د پاکستان د عالمانو شورا مشر محمد طاهر محمود اشرفي هم د استوګنې له قانوني اسنادو پرته د افغان مهاجرینو له شړلو او ایستلو دفاع کړې او وایي، چې د مهاجرینو د ایستلو موخه د پاکستان د امنیت تامینول دي.

محمد طاهر محمود اشرفي دا ادعا هم کړې، چې د پاکستان په ناامنیو کې یو شمېر افغانان لاس لري؛ خو نوموړي د دې ادعا لپاره کوم ثبوت نه‌دی وړاندې کړی.

دا مهال د کابل او اسلام‌آباد اړیکې د تحریک طالبان پاکستان او د افغان کډوالو د جبري شړلو له کبله ترینګلې شوې دي. که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له افغانستان سره یې ارتباطي چینلونه ساتلي دي.

Trending

Exit mobile version