تازه خبرونه
مونږ په افغانستان کې خپل ماموریت روان ساتو- سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي د دوشنبې پر ورځ( د سلواغې پر ۲۷) د دغې ټولنې د عمومي ناستې په درشل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې سرتېري یې په افغانستان کې نور هم پاتې کیږي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې طالبان د تاوتریخوالي پر ډېرولو تورنوي او ټینګار کوي، چې د دوحې هوکړې ژمنې یې پلې کړې ندي.
ینس سټولتنبرګ زیاته کړې؛ د سولې بهیر ماتېدونکی دی او تاوتریخوالي هم مخ پر ډېرېدو دی. طالبان باید تاوتریخوالی راکم کړي، په ښه نیت خبرې وکړي او له ترهګرو سره پر اړیکو پرېکولو دې عمل وکړي.
د ناټو عمومي منښي ویلي، چې د ناټو دفاع وزیران به له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو پرېکړه ونکړي او دا به د شرایطو له ښه کېدو سره ونښلوي.
دغه راز یوې آلمانې خبري سرچینې د ناټو له قوله لیکلي، چې آلمان او نور ملګري به یې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې له افغانستان څخه د سرتېرو ستنولو ته رایه ورنکړي.
انګیرنې داسې دي که نړیوال سرتېري له افغانستان بهر نشي، له مې میاشتې وروسته به په افغانستان کې د طالبانو بریدونه ډېر شي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت مسوولین وايي، چې له طالبانو سره هر ډول جګړې ته چمتو دي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان ویلي؛ د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له خلکو ساتنه کوي او طالبانو ته به دا وخت ورنکړي، چې د افغانستان خلک زیانمن کړي.
یوشمېر پوځي کارپوهانو وايي، که د ناټو پوځيان په افغانستان کې پاتې شي؛ جګړه به زور واخلي.
له دې مخکې د ناټو عمومي منشي ویلي وه، چې دغه سازمان په افغانستان کې له پیچلي وضعیت سره مخ دی او د سرتېرو د پاتې کیدو یا وتلو پرېکړه به ورته سخته وي.
ټاکل شوې، چې دوه ورځې وروسته یعنې د فبرورۍ پر اتلسمه د ناټو دفاع وزیران په بروکسل کې غونډه وکړي او په افغانستان کې د خپلو سرتېرو پر پاتې کیدو یا وتلو به پریکړه وکړي.