تازه خبرونه
مونږ په افغانستان کې له تلپاتې سولې او اوربند ملاتړ کوو- د امریکا دفاع وزیر
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ څرګنده کړې، چې نن ماښام ( د سلواغې ۱۷) ولسمشر اشرف غني د امریکا له دفاع وزیر لویډ آسټین سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ټیلیفوني خبرو کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سولې په بهیر کې پر وروستيو پرمختګونو بحث او خبرې کړې دي.
د امریکا دفاع وزیر د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له سرښندنو ستاینه کړې او وایي، چې د دوی نوی حکومت له داسې تلپاتې سولې ملاتړ کوي، چې افغانانو ته ګټه ورسوي او پایله یې دوامداره اوربند وي.
همدارنګه دواړو لوریو د تاوتریخوالی او موخه ییزو وژنو پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړې او هغه یې غندلي دي.
د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې له مخې، چې د تېرذ کال د فبرورۍ پر ۲۹ لاسلیک شوې؛ امریکا باید د روان کال دمی تر پایه خپل ټول پوځونه وباسي.
