نړۍ

مونږ په اوکراین کې امریکایي سرتېري نلرو – بایډن

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د چارشنبې پر ورځ ویلي؛ د روسیې د احتمالي برید د مخنیوي لپاره په اوکراین کې د امریکایي سرتېرو ځای پرځای کول “د میز پر سر ندي” خو باید خبرې پرې وشي.

بایډن ویلي، چې له روسیې او لږ تر لږه د ناټو له څلور لویو متحدینو سره به د لوړې کچې غونډې ولري، چې د روسیې د اندېښنو په اړه بحث رامنځته شي.

له سپینې ماڼۍ څخه د وتلو په وخت کې بایډن خبریالانو ته ویلي، چې د سې شنبې پر ورځ یې په نږدې دوه ګړۍ انلاین ناسته کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته څرګنده کړې، چې که روسیه پر اوکراین برید وکړي له اقتصادي بندیزونو او نورو کړنو سره به مخ شي او بدې پایلې به ولري.

دغه راز ویل شوي؛ هغه ډاډه دی، چې پوتین په دې اړه ډېر څه تر لاسه کړي دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ ولسمشر پوتین په ناټو کې د اوکراین د شاملیدو په اړه اندیښنه لري او دا ډاډ غواړي، چې ناټو به ختیځ لوري ته نه رانږدې کیږي.

دواړو ولسمشرانو د سې شنبې پر ورځ د اوکراین او نورو مسلو په اړه دوه ساعته انلاین خبرې اترې کړي. په داسې حال کې، چې روسیې د اوکراین پولې ته نږدې په لسګونه زره سرتېري راټول کړي؛ خو کرملین پر اوکراین د برید کولو نیت رد کړی او وايي، چې دغه ځواکونه دفاعي حالت لري.

بایډن ویلي، چې امریکا به هم اوکراین ته دفاعي وړتیاوې وربرابرې کړي.

هغه زیاته کړې، چې امریکا له خپلو متحدانو سره اخلاقي او قانوني ژمنه لري، چې د برید په صورت کې به ترې دفاع کیږي؛ خو، نه د اوکراین په اړه.

بایډن د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا آمریکایي سرتېري به پر اوکراین د روسیې د برید مخه ونیسي؟ ویلي، چې دا یې د میز پر سر ندي.

بایدن زیاته کړې: په دې اړه د ناټو د پاتې هېوادونو همغږۍ ته اړتیا ده؛ خو دا مفکوره، چې امریکا به پر یو اړخیزه توګه له روسیې سره د مقابلې لپاره پر اوکراین د برید د مخنیوي لپاره ځواک وکاروي … اوس تر کار لاندې نده.

Trending

Exit mobile version