تازه خبرونه

مونږ په هلمند او فراه کې د دوحې له تړونه سرغړونه نه، له افغان ځواکونو ساتنه کړې – امریکا

Published

on

امریکایي ځواکونو د طالبانو هغه څرګندونې رد کړي، چې ګنې امریکا په هلمند او فراه کې د هوایي بریدونو له کبله د دوحې تړون نقض کړی او وایي؛ پر اړوند سیمو هوایي بریدونه یوازې له افغان ځواکونو څخه د دفاع په موخه تر سره شوي، چې طالبانو پرې بریدونه کړي وه.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سني لګیت آریانا نیوز ته په یوه تویت کې څرګنده کړې: مونږ د طالبانو دا ادعا، چې ګڼې امریکا د دوحې له تړونه سرغړونه کړې؛ ردوو. په هلمند او فراه کې د امریکا هوایي بریدونه یوازې د افغانستان د ملي، دفاعي او امنیتي ځواکونو په دفاع کې تر سره شوي دي، چې پرې طالبانو بریدونه کړي وه.

لګیت زیاته کړې؛ دا هوایي بریدونه د امریکا او طالبانو د هوکړې او د افغانستان د حکومت او امریکا د حکومت له ګډې اعلامیې سره سم تر سره شوي دي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ویلي: ټوله نړۍ په هلمند کې د طالبانو د بریدونو شاهد ده، چې زرګونه بې ګناه ملکي وګړي یې ټپیان او بې ځایه کړي دي. مونږ پر ټولو خواوو غږ کوو، چې د سولې لپاره سیاسي بهیر ومني او تاوتریخوالي کم کړي.

نوموړي دا څرګندونې څو ساعته وروسته له هغې کړي، چې د طالبانو د امریکا پر ځواکونو د دوحې له تړون څخه د سرغړونې تورولګاوه او ورسره یې د نورو بریدونو ګواښ په ډاګه کړ.

طالبانو د یکشنبې پر ورځ د تلې پر ۲۷ په خپل یوه تویت کې څرګندده کړې؛ په هلمند ولایت کې له وروستيو پرمختګونو وروسته، امریکایی سرتېرو په وار وار په بې رحمانه بمبارد دوحې له تړونه سرغړونه کړې، چې د روان کال د فبرورۍ پر ۲۹ د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شوی، چې له مخې یې طالبانو منلې، چې د افغانستان پر لویو ښارونو به برید نکوي او امریکایان به له افغان ځواکونو څخه په لویو ښارونو کې دفاع کوي.

اوس طالبانو ویلي: د دوحې د تړون له مخې؛ امریکايي عسکر نشي کوی، چې ماسوا له جنګي سیمو او د جنګ له وخته په نورو ځایونو کې بمبارد وکړي او څوک په نښه کړي.

طالبانو ټینګار کړی دی: په تېرو څو ورځو کې د ورځې او شپې له مخې د ډرون او نورو الوتکو پر مټ د هلمند ولایت په نهرسراج، خوشکاوه، باباجي، د ګرشک ولسوالۍ په مالګیراو بند برق، د سنګین، مرجې، ناوې او نادعلي ولسوالیو په مختلفو سیمو کې يې ګڼې سیمې بمبارد کړي. همدا ډول يې په فراه او ځينو نورو ولایتونو کې هم بمبارد کړي، چې دا کار یې د دوحې له تړون څخه ښکاره او څرګنده سرغړونه ده.

د دوی د اعلامیې له مخې: د اسلامي امارت او متحده ایالاتو تر منځ د دوحې تړون ټوله مینځپانګه روښانه ده؛ خو دا دوه یم ځل دی، چې امریکا  له دغه تړون څخه سرغړونه کوي؛ اشتباه کوونکي عملونه تر سره کوي او پر هغو سیمو بمبارد کوي چې جګړه په کې نه وي.

دوی دا ټینګار هم کړی، چې د داسې کړنو په تکرار د پایلو مسوولیت به امریکایي لوري ته واړول شي.

د لښکرګاه په ګډون د هلمند ولایت پر ځینو برخو د طالبانو د برید په پایله کې امریکایي ځواکونو د دوشنبې پر ورځ د طالبانو مرکزونه په نښه کړل.

امریکایي ځواکونو ویلي، چې بریدونه د دوحې له هوکړې سره سم دي؛ ځکه، چې د دوحې تړون له مخې به امریکایي ځواکونه د افغان ځواکونو ملاتړ کوي او د طالبانو لخوا به په ځانګړي توګه پر لویو ښارونو بریدونه نه کیږي.

په هلمند کې د طالبانو د بریدونو په پایله کې په لسګونه زره خلک بې کوره شوي، چې اوس مرستې ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د تاوتاریخوالي له کبله د دوحې و سولې خبرې ځنډیدلي او پرمختګ یې ندی کړی.

Trending

Exit mobile version