روغتيا
ميرمن ستاره له درملنې وروسته هرات ته راستنه شوه
< ![endif]–>
ميرمن ستاره هغه ځوانه ښځه ده، چې په خوب ويده د خپل ميړه له لوري له تاوتريخوالي سره مخ او حتى پاسنۍ شونډه يې د پزې له يوې برخې سره پرې شوه.
هغه اوس خبرې او خوراك كوي اوڅه نا څه ستونزې يې حل شوې دي.
ميرمن ستاره وايي، اوس ښه يم؛ خو په پام كې ده، چې تر راتلونكيو څو مياشتو به د درملنې د بل پړاو له پاره تركيې ته وليږدول شم.
په همدې وخت كې د هرات د څارنوالۍ رييس ماريا بشير وايي:
تر اوسه د دغې ميرمن ميړه نه دي نيول شوى او د ستارې د امنيت خوندي كول يې په كاري لومړيتوبونو كې دي.
د هرات والي فضل الله وحيدي وايي:
هڅه كوو، چې ستارې او د هغې اولادونو ته ډاډمن امنيت ټينگ وساتو.
ميرمن ستاره، چې څلورماشومان لري د يو خيريه بنسټ له خوا تركيې ته د درملنې په موخه ليږل شوې وه. ستاره پر دې سربېره په سر او بدن د چاقو څو گوزارونه هم خوړلي دي.
د ستارې د كورنۍ يو غړى د ښځو د حقونو مدافعين په دې برخه كې په نه پاملرنه تورنوي.