سیمه ییز خبرونه
ميرويس ياسيني په ټول هېواد كې د ازبكي ژبې د پراختيا غوښتنه وكړه
د پنجشنبې په ورځ(د ليندۍ۲۸) د لومړي ځل لپاره د تركي او ازبكي ادبياتو د تاريخ تر سرليك لاندې د كتاب مخكتنه وشوه. دا كتاب له ازبكي څخه فارسي ته ژباړل شوى دى. د كتاب ليكوال ازبكستانى پروفيسور نتن مليه ييف دى، چې د برهان الدين نامق له خوا ژباړل شوى دى.
د ولسي جرگې لومړى مرستيال ميرويس ياسيني د دغه كتاب د پرانيستې پرمهال له لوړو زده كړو وزارت څخه وغوښتل، چې ازبكي ژبې ته په ټول هېواد كې پراختيا وركړي.
د دغه كتاب ژباړونكى برهان الدين نامق، له لوړو زده كړو وزارت څخه غواړي، چې دا كتاب د هېواد په پوهنتونو كې په درسي نصاب كې شامل كړي.
بل خوا د لوړو زده كړو وزير عبيدالله عبيد وايي، ازبكي مضمون د ژبو او ادبياتو په دري څانگه كې تدريس كيږي او دا كتاب به د هېواد د ټولو پوهنتونو په درسي نصاب كې شامل شي.
ويل كيږي، چې دا كتاب په شل كلونو كې له ازبكي څخه درې ته ژباړل شوى او ازبكي ژبه له ۱۳۶۲لمريز كال را پديخوا د ادبياتو په پوهنځۍ كې د يوې څانگې په توگه فعاليت لري.