تازه خبرونه

ميوند قول اردو ته بې پيلوته الوتكې وركړشوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په هلمند كې امنيتي ځواكونه له دفاعي حالت څخه تعرضي ته اړول شوي او د ميوند قول اردو ته بې پيلوته الوتكې وركړشوي دي.

که څه هم د هلمند يو شمېر اوسيدونكي وايي، د هوا په توديدو به په دغه ولايت كې د جګړو ليكې هم ګرمې شي؛خو اوپراتيفي مسوول عبدالجبارقهرمان په ډاګه کړې، چې روان کال به د هلمند له پاره د لاسته راوړنو او مثبتوبدلونونو کال وي. هغه وايي دغه ولايت ته تر راتلو وروسته يې امنيتي ځواكونه يې له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته اړولي دي.

په هلمند کې اوپراتيفي مسوول عبدالجبارقهرمان وایي؛ دولت دغه ولايت ته بشپړه پاملرنه كړې،چې د مهماتو او وسايطو ترڅنګ يې بې پيلوته الوتکې هم د ۲۱۵ ميوند قول اردو په واک کې ورکړې دي.

هغه زياتوي، چې په تېره يوه مياشت کې هغه وسلوال مخالفين سخت ځپل شوي، چې د جګړې د دوام له پاره هلې ځلې کوي.

نوموړي يو ځل بيا پر هغې ژمنې ټينګاروکړ، چې د روان کال په لړ کې به دا ولايت له باغران څخه ترديشو ولسوالۍ په بشپړه توګه د مخالفينو له منګولو خلاصوي او ډاډ من امنيت به راولي.

دا په داسې حال کې ده، چې د چهارشنبې په ورځ د دې ولايت سلګونه قومي مشرانو په یوه ناسته کې مرکزي دولت دې ولايت ته په نه پاملرنې تورن کړ.

خبریال: نعمت الله زهير

Trending

Exit mobile version