نړۍ

مکرون د سوریې له ولسمشر سره د امنیت په اړه خبرې کوي

په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ د ناستې په بهیر کې مکرون به د “آزادې، باثباته او خپلواکې سوریې د جوړولو لپاره د فرانسې ملاتړ بیا تائید کړي؛ ځکه د سوریې ټولنې ته درناوی لري.”

Published

on

د فرانسې ولسمشرۍ دفتر د سېشنبې پر ورځ ویلي، چې ولسمشر امانویل مکرون به د چارشنبې پر ورځ په پاریس کې د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره د یوې ناستې کوربه وي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ د ناستې په بهیر کې مکرون به د “آزادې، باثباته او خپلواکې سوریې د جوړولو لپاره د فرانسې ملاتړ بیا تائید کړي؛ ځکه د سوریې ټولنې ته درناوی لري.”

د سوریې د دولتي خبري سرچینې سانا د څرګندونو له مخې؛ د بشارالاسد له نسکوریدو راپدېخوا اروپایي هېوادونو ته دا د الشرع لومړی سفر دی، چې په کې به د څو امنیتي ننګونو په اړه په ځانګړي توګه د سوریې پر حاکمیت د اسرائیلو د پرله‌پسې بریدونو په اړه خبرې وکړي.

رویټرز راپور ورکړی، چې الشرع په فبرورۍ کې د مکرون لخوا فرانسې ته د سفر بلنه ترلاسه کړې ده.

په جنوري کې الشرع د سوریې د لنډمهاله ولسمشر په توګه وټاکل شو او ژمنه یې وکړه؛ یو پراخ انتقالي حکومت به جوړ او د دې هېواد ویجاړې شوې عامه ادارې ورغوي او تر ټاکنو پورې به هېواد اداره کړي، چې ترسره کول یې پېنځه کاله وخت نیسي.

په دې راپور کې راغلي؛ اسرائیل په دسمبر کې د اسد له واکه لرې کولو راپدېخوا پر سوریې پوځي عملیات زیات کړي؛ په ټول هېواد کې بمبارډوي او ځمکني ځواکونه یې سویل لویدیځ ته ننوتي. په داسې حال کې، چې په سوریه کې د غیر متمرکز او منزوي پاتې غږښتونکي دي.

ویل کیږي، چې الشرع یو وخت د القاعدې د یوې څانګې مشري کوله او په ۲۰۱۶ کال کې یې ورسره اړیکې پرې کړې او د اسلام د یوې مذهبي ډلې ډروز د ساتنې هیله یې خپله کړه، چې په سوریه، لبنان او اسرائیلو کې پیروان لري.

Trending

Exit mobile version